Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Aboe Zakaria.

Pagina nummer:close

external-link copy
64 : 27

اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

27-64 بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته ؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ info
التفاسير:

external-link copy
65 : 27

قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟

27-65 ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
66 : 27

بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠

27-66 بلكې د اخرت په باره كې د دوى علم بېخي ختم شوى دى، بلكې دوى د دغه (قیامت) په باره كې په شك كې دي، بلكې دوى له دغه (قیامت) نه ړانده دي info
التفاسير:

external-link copy
67 : 27

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟

27-67 او كافران شویو كسانو وویل: ایا كله چې مونږه او زمونږ پلرونه خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا (ژوندي) راوښكلى شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 27

لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

27-68 یقینًا یقینًا له دې نه مخكې هم دا وعده مونږ ته او زمونږ پلرونه ته راكړى شوې ده، نه دي دغه (خبرې) مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې info
التفاسير:

external-link copy
69 : 27

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

27-69 ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د مجرمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 27

وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟

27-70 او ته په دوى غم مه كوه او په تنګۍ كې مه كېږه، د هغو مكرونو (فریبونو) په سبب چې دوى يې كوي info
التفاسير:

external-link copy
71 : 27

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

27-71 او دوى وايي: دا (د عذاب د نازلېدو) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 27

قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

27-72 ته (دوى ته) ووایه چې امېد دى چې په تاسو پسې به پیوست شي ځینې له هغه (عذاب) نه چې تاسو يې په جلتۍ غواړئ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

27-73 او بېشكه ستا رب په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى اكثره شكر نه وباسي info
التفاسير:

external-link copy
74 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

27-74 او بېشكه ستا رب خامخا پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى (خلق) ظاهروي info
التفاسير:

external-link copy
75 : 27

وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

27-75 او په اسمان او ځمكه كې هېڅ پټ پناه شى نشته مګر په واضح كتاب كې (لیك) دي info
التفاسير:

external-link copy
76 : 27

اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

27-76 بېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي info
التفاسير: