Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Aboe Zakaria.

Pagina nummer:close

external-link copy
23 : 27

اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟

27-23 بېشكه ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونكو) بادشاهي كوي او هغې ته له هر څیز څخه وركړه شوې ده او د هغې یو ډېر لوى تخت دى info
التفاسير:

external-link copy
24 : 27

وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

27-24 ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه غیر لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي info
التفاسير:

external-link copy
25 : 27

اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

27-25 چې دوى الله ته سجده ونه كړي، هغه چې په اسمانونو او ځمكه كې پټ څیزونه راوباسي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 27

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

27-26 الله چې دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، د ډېر ستر عرش رب دى info
التفاسير:

external-link copy
27 : 27

قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

27-27 (سلیمان) وویل: ضرور به مونږ ګورو چې ایا تا رښتیا ویلي دي، یا ته له دروغ ویونكو ځنې وې؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 27

اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟

27-28 ته زما دا لیك یوسه، نو ته دا دوى ته وروغورځوه، بیا ته له دوى نه مخ وګرځوه، نو وګوره چې دوى څه واپس كوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟

27-29 هغې وویل: اى سردارانو! بېشكه زه چې یم، ما ته یو ډېر عزتناك لیك راغورځول شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 27

اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

27-30 بېشكه دا د سلیمان له جانبه (راغلى) دى او بېشكه هغه (داسې) دى: د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
31 : 27

اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠

27-31 دا چې تاسو زما په خلاف سركشي مه كوئ او تاسو ما ته راشئ مسلمانان (غاړه ایښودونكي) info
التفاسير:

external-link copy
32 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟

27-32 هغې وویل: اى سردارانو! تاسو ما ته زما په (دغه) كار كې مشوره راكړئ، زه د كوم كار فیصله كوونكې نه یم تر هغه پورې چې تاسو ما ته حاضر شئ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 27

قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟

27-33 هغوى وویل: مونږه د قوت والا او د ډېر سخت جنګ والا یو، او (نور) اختیار تا ته دى، نو ته وګوره چې ته څه حكم كوې؟ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 27

قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

27-34 هغې وویل: بېشكه بادشاهان (د هغوى لښكرې) چایان چې دي، كله چې دوى كوم كلي (ښار) ته داخل شي (نو) هغه خرابوي، او د هغه عزتمن اوسېدونكي ذلیله ګرځوي او دوى به هم همداسې كوي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 27

وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

27-35 او بېشكه زه دوى ته یوه ډالۍ لېږونكې یم، نو كتونكې یم چې په څه خبرې سره لېږل شوي استازي بېرته راځي info
التفاسير: