Vertaling van de betekenissen Edele Qur'an - Pashtovertaling - Aboe Zakaria.

Pagina nummer:close

external-link copy
45 : 27

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

27-45 او یقینًا یقینًا مونږ ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح لېږلى و، په دې سره چې تاسو د الله عبادت كوئ، نو ناڅاپه هغوى داسې دوه ډلې وې چې په خپل مینځ كې جنګېدلې info
التفاسير:

external-link copy
46 : 27

قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

27-46 هغه وویل: اى زما قومه! ولې تاسو په بدۍ (عذاب) سره تادي كوئ، مخكې له نېكۍ (توبې) نه، ولې تاسو له الله نه مغفرت نه غواړئ ؟ د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 27

قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟

27-47 هغوى وویل: مونږ په تا او په هغه چا چې له تاسره دي؛ بدفالي نیولې ده، هغه وویل: ستاسو بدفالي د الله په نېز ده، بلكې تاسو داسې قوم یئ چې ازمایل كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 27

وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

27-48 او په ښار كې نهه (غټ شریر) سړي وو، چې په ځمكه كې به يې فساد كاوه او اصلاح به يې نه كوله info
التفاسير:

external-link copy
49 : 27

قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

27-49 هغوى وویل: تاسو په الله قسم وخورئ چې خامخا هرومرو به په ده او د ده په ټبر د شپې حمله كوو، بیا به مونږ د ده ولي (وارث) ته خامخا ضرور (داسې) ووایو چې مونږ د ده هلاكت ته حاضر شوي نه یو او بېشكه مونږ یقینًا رښتیني یو info
التفاسير:

external-link copy
50 : 27

وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

27-50 او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم تدبیر وكړ خاص تدبیر كول، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل info
التفاسير:

external-link copy
51 : 27

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

27-51 نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل info
التفاسير:

external-link copy
52 : 27

فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

27-52 نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
53 : 27

وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟

27-53 او مونږ نجات وركړ هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري يې كوله info
التفاسير:

external-link copy
54 : 27

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟

27-54 او (یاد كړه) لوط كله چې ده خپل قوم ته وویل: ایا تاسو فاحشه (د لواطت قبیح كار) كوئ، حال دا چې تاسو وینئ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 27

اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟

27-55 ایا بېشكه تاسو خامخا د خپل شهوت لپاره له خپلو ښځو نه غیر له سړیو سره بدكاري كوئ! بلكې تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ info
التفاسير: