Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya

Lambar shafi:close

external-link copy
45 : 6

فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ؕ— وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

6-45 نو د هغه قوم بېخ پرې كړى شو چې ظلم يې كړى و او ټولې ستاينې خاص الله لره دي، چې د عالَمونو ښه پالونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
46 : 6

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَخَذَ اللّٰهُ سَمْعَكُمْ وَاَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ مَّنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِهٖ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ هُمْ یَصْدِفُوْنَ ۟

6-46 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته واپس راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه په څنګه قسما قسم (انداز كې) بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 6

قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ بَغْتَةً اَوْ جَهْرَةً هَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

6-47 ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق info
التفاسير:

external-link copy
48 : 6

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— فَمَنْ اٰمَنَ وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

6-48 او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او )د ځان) اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 6

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا یَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟

6-49 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې وكړ، دوى ته به د هغې نافرمانۍ په سبب عذاب رسېږي چې دوى كوله info
التفاسير:

external-link copy
50 : 6

قُلْ لَّاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ عِنْدِیْ خَزَآىِٕنُ اللّٰهِ وَلَاۤ اَعْلَمُ الْغَیْبَ وَلَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ اِنِّیْ مَلَكٌ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ؕ— اَفَلَا تَتَفَكَّرُوْنَ ۟۠

6-50 ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پَيروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي كولى شي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ! info
التفاسير:

external-link copy
51 : 6

وَاَنْذِرْ بِهِ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْ یُّحْشَرُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ لَیْسَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ وَلِیٌّ وَّلَا شَفِیْعٌ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟

6-51 او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به له هغه نه غير نه څوك دوست وي او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي info
التفاسير:

external-link copy
52 : 6

وَلَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ ؕ— مَا عَلَیْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ وَّمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَیْهِمْ مِّنْ شَیْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُوْنَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

6-52 او ته هغه كسان (له ځانه) مه شړه چې خپل رب سبا او بېګاه بلي، چې د الله مخ (او رضا) غواړي، په تا باندې د هغوى له حساب نه هېڅ شى نشته او نه پر هغوى باندې ستا له حسابه څه شى شته، نو كه ته دوى وشړې، نو شې به ته له ظالمانو ځنې info
التفاسير: