Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya

Lambar shafi:close

external-link copy
19 : 6

قُلْ اَیُّ شَیْءٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۫— شَهِیْدٌۢ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ۫— وَاُوْحِیَ اِلَیَّ هٰذَا الْقُرْاٰنُ لِاُنْذِرَكُمْ بِهٖ وَمَنْ بَلَغَ ؕ— اَىِٕنَّكُمْ لَتَشْهَدُوْنَ اَنَّ مَعَ اللّٰهِ اٰلِهَةً اُخْرٰی ؕ— قُلْ لَّاۤ اَشْهَدُ ۚ— قُلْ اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّاِنَّنِیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟ۘ

6-19 ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي، ایا تاسو په رښتيا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې همغه یو حق معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكوئ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 6

اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ ۘ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟۠

6-20 هغه كسان چې هغوى ته مونږ كتاب وركړى دى، هغوى دى (داسې) پېژني لكه څنګه چې خپل زامن پېژني، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 6

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

6-21 او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى info
التفاسير:

external-link copy
22 : 6

وَیَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَیْنَ شُرَكَآؤُكُمُ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟

6-22 او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى ؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 6

ثُمَّ لَمْ تَكُنْ فِتْنَتُهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا وَاللّٰهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِیْنَ ۟

6-23 بیا به نه وي (بله) بهانه د دوى مګر دا چې دوى به ووايي: قسم پر الله چې زمونږ رب دى! مونږ مشركان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
24 : 6

اُنْظُرْ كَیْفَ كَذَبُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

6-24 ته وګوره څنګه دوى په خپلو ځانونو باندې دروغ وویل او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به په دروغه جوړول info
التفاسير:

external-link copy
25 : 6

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— وَجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْكَ یُجَادِلُوْنَكَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

6-25 او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې تا ته غوږ نیسي او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې اچولې دي چې پر دې (قرآن) پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼ والى (اچولى دى) او كه دوى هره نښه وویني، (بيا هم) دوى په هغې ایمان نه راوړي، تر دې چې كله دوى تا ته راشي، چې له تا سره جګړه كوي (، نو) هغه كسان چې كافر شوي دي؛ وايي: نه دى دا (قرآن) مګر د مخكېنو خلقو باطلې قصې info
التفاسير:

external-link copy
26 : 6

وَهُمْ یَنْهَوْنَ عَنْهُ وَیَنْـَٔوْنَ عَنْهُ ۚ— وَاِنْ یُّهْلِكُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟

6-26 او دوى له ده نه منع كول كوي او )پخپله هم) ترې لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري info
التفاسير:

external-link copy
27 : 6

وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلَی النَّارِ فَقَالُوْا یٰلَیْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِاٰیٰتِ رَبِّنَا وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

6-27 او كه ته ووینې كله چې دوى پر (غاړه د) اور ودرول شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې (عقيدې او عمل) سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې info
التفاسير: