Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya

Lambar shafi:close

external-link copy
74 : 6

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ اٰزَرَ اَتَتَّخِذُ اَصْنَامًا اٰلِهَةً ۚ— اِنِّیْۤ اَرٰىكَ وَقَوْمَكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

6-74 او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان، معبودان نیسي، يقينًا زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم info
التفاسير:

external-link copy
75 : 6

وَكَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ ۟

6-75 او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو ځنې شي info
التفاسير:

external-link copy
76 : 6

فَلَمَّا جَنَّ عَلَیْهِ الَّیْلُ رَاٰ كَوْكَبًا ۚ— قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَاۤ اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ ۟

6-76 بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم info
التفاسير:

external-link copy
77 : 6

فَلَمَّا رَاَ الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَىِٕنْ لَّمْ یَهْدِنِیْ رَبِّیْ لَاَكُوْنَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّیْنَ ۟

6-77 بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (،نو) ويې ويل:یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو ځنې شم info
التفاسير:

external-link copy
78 : 6

فَلَمَّا رَاَ الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَكْبَرُ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَتْ قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟

6-78 نو كله چې هغهٔ، لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل:دا زما رب دى؟ دا خو تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل:اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ info
التفاسير:

external-link copy
79 : 6

اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ

6-79 بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه info
التفاسير:

external-link copy
80 : 6

وَحَآجَّهٗ قَوْمُهٗ ؕ— قَالَ اَتُحَآجُّوْٓنِّیْ فِی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنِ ؕ— وَلَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا ؕ— وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

6-80 او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل:ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغهٔ ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له الله سره شريكوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، نو ولې تاسو نصیحت نه منئ! info
التفاسير:

external-link copy
81 : 6

وَكَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا ؕ— فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۘ

6-81 او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ info
التفاسير: