Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
36 : 6

اِنَّمَا یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ یَسْمَعُوْنَ ؔؕ— وَالْمَوْتٰی یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ ثُمَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟

خبره دا ده چې ستا بلنه هغه خلك مني چې اوري او مړي خو به الله را پاڅوي او بيا به هغه ته ورګرځول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 6

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یُّنَزِّلَ اٰیَةً وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او ويې ويل: ولې پر هغه د خپل رب له خوا كومه نښانه (معجزه) راكوزه نه شوه؟ ورته وايه: الله خو په دې قادر دى چې كومه نښانه را نازله كړي، خو د دوى زياتره نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 6

وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا طٰٓىِٕرٍ یَّطِیْرُ بِجَنَاحَیْهِ اِلَّاۤ اُمَمٌ اَمْثَالُكُمْ ؕ— مَا فَرَّطْنَا فِی الْكِتٰبِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ یُحْشَرُوْنَ ۟

او په ځمكه كې هر خوځېدونكى او هر هغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي، موږ په كتاب (دفتر) كې هيڅ شى نه دي پريښي، بيا به (ټول) خپل رب لوري ته ورغونډيږي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 6

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا صُمٌّ وَّبُكْمٌ فِی الظُّلُمٰتِ ؕ— مَنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یُضْلِلْهُ ؕ— وَمَنْ یَّشَاْ یَجْعَلْهُ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او چا چې زموږ آيتونه دروغ وګڼل، كاڼه او ګونګيان په تيارو كې (پراته) دي، الله چې هر چاته غواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي په سمه لاړ يې برابروي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 6

قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ اَوْ اَتَتْكُمُ السَّاعَةُ اَغَیْرَ اللّٰهِ تَدْعُوْنَ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ورته وايه: راوښاياست! كه د الله عذاب درته راشي، يا قيامت درته راشي نو له الله پرته بل څوك رابلئ؟ كه تاسو رښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 6

بَلْ اِیَّاهُ تَدْعُوْنَ فَیَكْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُوْنَ ۟۠

بلكې یوازې هغه به رابلئ، بيا يې كه خوښه شوه هغه سختي لرې كوي چې تاسو (هغى لپاره) الله وربولئ او خپل انګېرلي شريكان هېروئ. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 6

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَخَذْنٰهُمْ بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

له تا مخكې موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران ليږلي او هغه قومونه مو په كړاوونو او غمونو لتاړ كړل تر څو هغوى له عاجزۍ سره زموږ پر وړاندې سر کښته كړي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 6

فَلَوْلَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَلٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

نو كله چې زموږ له لوري پر هغو سختي راغله نو هغوى ولې عاجزي غوره نه كړه؟ خو د هغوى زړونه لا نور هم سخت شول او شيطان هغوى ته ډاډېنه وركړه چې تاسي چې څه كوئ ښه كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 6

فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ ۟

بيا كله چې هغوى هغه نصيحت هېر كړ چې ورته شوى و، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغوی لپاره پرانيستې، تر دې پورې چې كله هغوى په هغو نعمتونو كې چې ورکړل شوي وو ښه ډوب شول نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت كې د هغوی دا حالت و چې له هرې ښېګڼې څخه ناهيلي وو. info
التفاسير: