Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
158 : 6

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ رَبُّكَ اَوْ یَاْتِیَ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ ؕ— یَوْمَ یَاْتِیْ بَعْضُ اٰیٰتِ رَبِّكَ لَا یَنْفَعُ نَفْسًا اِیْمَانُهَا لَمْ تَكُنْ اٰمَنَتْ مِنْ قَبْلُ اَوْ كَسَبَتْ فِیْۤ اِیْمَانِهَا خَیْرًا ؕ— قُلِ انْتَظِرُوْۤا اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ ۟

آيا دوى انتظار كوي چې ملايكې ورته راشي، يا خپله ستا رب ورته راشي او يا ستا د رب څه نښانې؟ هغه ورځ چې ستا د رب څه نښانې راشي نو بيا يى چاته ايمان څه ګټه نه رسوي چې مخكې يې ايمان نه وي راوړى او يا يې په خپل ايمان كې څه ښېګڼه نه وي ترلاسه كړې، ورته وايه: تاسو هم انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 6

اِنَّ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِیْ شَیْءٍ ؕ— اِنَّمَاۤ اَمْرُهُمْ اِلَی اللّٰهِ ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟

بې شكه چا چې خپل دين ټوټه ټوټه كړ او ډلى ډلې شول، ستا ورسره هيڅ نشته، خبره داده چې د دوى كار الله ته (سپارل شوى) دى، بيا به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
160 : 6

مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

چا چې ښېګڼه وكړه نو هغه ته يې لس برابره (ثواب) دى، او څوك چې له بدۍ سره راغۍ نو له يو برابر پرته كومه (زياته) سزا نه وركول كيږي، او نه به كوم ظلم پرې وشي. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 6

قُلْ اِنَّنِیْ هَدٰىنِیْ رَبِّیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۚ۬— دِیْنًا قِیَمًا مِّلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ۚ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ورته وايه: يقيناً زما رب د سمې لارې ښوونه راته كړې ده، بالكل سهى نېغ دين، د ابراهيم ملت چې حق پلوى و، او له مشركانو څخه نه و. info
التفاسير:

external-link copy
162 : 6

قُلْ اِنَّ صَلَاتِیْ وَنُسُكِیْ وَمَحْیَایَ وَمَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

ورته وايه: بې شكه زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم او زما ژوند او مرګ هر څه د مخلوقاتو رب الله لره دي. info
التفاسير:

external-link copy
163 : 6

لَا شَرِیْكَ لَهٗ ۚ— وَبِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

چې هيڅ شريك نه لري، او په همدې راته امر شوى او زه د مسلمانانو اول كس يم. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 6

قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْ رَبًّا وَّهُوَ رَبُّ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ اِلَّا عَلَیْهَا ۚ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۚ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ مَّرْجِعُكُمْ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

ورته وايه: آيا له الله پرته بل څوك رب ولټوم؟ حال دا چې هماغه د هر څه رب دى، او هر څوك چې څه ترلاسه كوي نو ذمه واري يې له هغه پرته په بل چا نه وي او هېڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، وروسته مو خپل رب لور ته ستنېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو پكې شخړه كوله. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 6

وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ الْاَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ سَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖؗۗ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې د ځمكې خليفه ګان وګرځولئ او يو پر بل يې ستاسو درجې لوړې كړې دي تر څو په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړي يې دي، بې شكه ستا رب (هم) زر سزا وركوونكى او (هم) ډېر مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير: