Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
82 : 6

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ یَلْبِسُوْۤا اِیْمَانَهُمْ بِظُلْمٍ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْاَمْنُ وَهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟۠

نو هماغه خلك چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې له ظلم (شرك) سره نه وي ګډ كړى د همدوى لپاره امنيت (نجات) دى او همدوى په سمه لار برابر دي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 6

وَتِلْكَ حُجَّتُنَاۤ اٰتَیْنٰهَاۤ اِبْرٰهِیْمَ عَلٰی قَوْمِهٖ ؕ— نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟

او همدا زموږ حجت و چې ابراهيم ته مو د هغه د قوم په مقابل كې وركړى ؤ، چاته چې وغواړو درجي يې اوچتوو، بې شكه ستا رب د حكمت والا پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 6

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— كُلًّا هَدَیْنَا ۚ— وَنُوْحًا هَدَیْنَا مِنْ قَبْلُ وَمِنْ ذُرِّیَّتِهٖ دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ وَاَیُّوْبَ وَیُوْسُفَ وَمُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ

او هغه ته مو اسحاق او يعقوب وركړ، هر يوه ته مو سمه لاره وښوده او نوح ته مو لا وړاندې لارښوونه كړې وه او د هغه له اولادې مو داود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون (ته هدايت كړى ؤ) او په همدې شان نېك عملو ته بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 6

وَزَكَرِیَّا وَیَحْیٰی وَعِیْسٰی وَاِلْیَاسَ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ

او زكريا، يحيى، عيسى او الياس دا ټول له نېكانو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 6

وَاِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَیُوْنُسَ وَلُوْطًا ؕ— وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

او اسماعيل، اليسع، يونس او لوط او هر يو مو پر نړيوالو غوره ګرځولى و. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 6

وَمِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ وَاِخْوَانِهِمْ ۚ— وَاجْتَبَیْنٰهُمْ وَهَدَیْنٰهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او همداسې له پلرونو، خېلخانو او وروڼو يې او دوى ټول مو غوره كړي او سمې لارې ته برابر كړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 6

ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَلَوْ اَشْرَكُوْا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

دا د الله هدايت دى، په دې سره له خپلو بندګانو چاته چې غواړي سمه لار ښايي، او كه چېرې يې شرك كړى واى نو خامخا به يې عملونه عبث تللي وو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 6

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ— فَاِنْ یَّكْفُرْ بِهَا هٰۤؤُلَآءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّیْسُوْا بِهَا بِكٰفِرِیْنَ ۟

دوى هغه كسان دي چې كتاب، حكم (يا پوهه) او نبوت مو وركړى و نو (اوس) كه دا خلك يې نه مني نو (دا دى بل) يوه داسې قوم ته مو وسپارلو چې له هغه منكران نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 6

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ فَبِهُدٰىهُمُ اقْتَدِهْ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْعٰلَمِیْنَ ۟۠

دوى هغه خلك وو چې الله ورته هدايت كړى و نو ته هم په هماغو پسې ځه، ورته وايه: له تاسو نه په دې (تبلېغ) څه بدله نه غواړم، دا بل څه نه، ګردو نړيوالو ته يو نصيحت دى. info
التفاسير: