Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Centro de traducción Ruwwad

Número de página:close

external-link copy
119 : 6

وَمَا لَكُمْ اَلَّا تَاْكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَّا حَرَّمَ عَلَیْكُمْ اِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ اِلَیْهِ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا لَّیُضِلُّوْنَ بِاَهْوَآىِٕهِمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِیْنَ ۟

او تاسو ته څه (دليل) دى چې هغه شى نه خورئ كوم چې د الله نوم پرې ياد شوى، حال دا چې كوم شيان يې درباندې حرام كړي، هغه يې ښه پوره درته بيان كړل، پرته له هغه چې تاسو ورته اړ شئ (چې هغه هم حلال دي) او يقيناً زياتره خلك د خپلو هوسونو په اساس پرته له څه علمه بې لارې توب كوي، بې شكه ستا رب په داسې له حده تېرېدونكو ډېر ښه پوه دي. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 6

وَذَرُوْا ظَاهِرَ الْاِثْمِ وَبَاطِنَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْسِبُوْنَ الْاِثْمَ سَیُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوْا یَقْتَرِفُوْنَ ۟

او ښكاره او پټه (هر ډول) ګناه پرېږدئ، بې شكه هغه كسان چې د ګناه كسب كوي، زر به د هغو ګناهونو بدله وركړل شي چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 6

وَلَا تَاْكُلُوْا مِمَّا لَمْ یُذْكَرِ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَاِنَّهٗ لَفِسْقٌ ؕ— وَاِنَّ الشَّیٰطِیْنَ لَیُوْحُوْنَ اِلٰۤی اَوْلِیٰٓـِٕهِمْ لِیُجَادِلُوْكُمْ ۚ— وَاِنْ اَطَعْتُمُوْهُمْ اِنَّكُمْ لَمُشْرِكُوْنَ ۟۠

او په كوم (حيوان) چې د الله نوم نه وي ياد شوى له هغه نه څه مه خورئ او دا يوه سرغړونه ده او بې شكه شيطانان حتماً خپلو ملګرو ته وسوسې اچوي چې تاسو سره شخړه وكړي او كه د هغوى خبره مو ومنله نو بيا به يقيناً تاسو هم له مشركانو ياست. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 6

اَوَمَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَجَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْكٰفِرِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

آيا نو هغه چې مړ و بيا مو را ژوندى كړ او داسې رڼايي مو وركړه چې په هغې سره د خلكو ترمنځ روان چليږي، د هغه چا په شان دى چې په تيارو كې (راګير) وي او ترې وتونكى نه وي؟ همدغه شان كافرانو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 6

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ اَكٰبِرَ مُجْرِمِیْهَا لِیَمْكُرُوْا فِیْهَا ؕ— وَمَا یَمْكُرُوْنَ اِلَّا بِاَنْفُسِهِمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟

او همداسې مو په هر كلي كې غټان ورته مجرمان كړي دي چې تګۍ برګۍ پكې كوي، حال دا چې هغوى صرف له خپلو ځانو سره ټګي كوي او (په ځان) خبرهم نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 6

وَاِذَا جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ رُسُلُ اللّٰهِ ؔۘؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا صَغَارٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا كَانُوْا یَمْكُرُوْنَ ۟

او كله چې كوم آيت ورته راشي وايي تر هغه به يې ونه منو څو چې هغه څه رانكړل شي كوم چې د الله رسولانو ته وركړل شوي دي، الله ښه پوه دى چې خپل رسالت (يا پيغام) چېرته كيږدي، مجرمانو ته به ډېر زر د الله په وړاندې سپكاوى او سخت عذاب ورسيږى په دې چې دوى به ټګۍ كولې. info
التفاسير: