ای محمده ووایه چې لوی شاهد څوک دی؟ورته ووایه چې: زما او ستاسې ترمینځ الله پاک شاهد دی. چې ماته دا قران وحې شوی دی چې تاسې او هغه نور خلک پرې وډاروم چې قرآن ور رسیږي. ایا تاسې دا خبره کوئ چې له الله سره نور خدایان شته؟ ووایه زه دا خبره نه کوم. ووایه چې : الله یو دی او زه له هغه څه بې زاره یم چې تاسې یې له الله سره شریکوئ.
ځینې خلک یې تا ته غوږ نیسي خو مونږ د هغوی زړونه په پردو کې نغښتي چې په هیڅ نه پوهیږي او په غوږونو کې يې دروندوالی دی نو که هره نښه وویني ایمان پرې نه راوړي. ان تر دې چې کله تا ته راځي نو جګړه در سره کوي او دا کافران وایې چې ستا راوړی پیغام پرته له زړو کیسو بل څه نه دی.
او که ته هغه صحنه وویني چې کله هغوی پر اور ودرولی شي نو وايي به چې کاشکې مونږ بیرته بوتلی شو نو مونږ به د خپل رب ایتونه درواغ ونه ګڼو او مونږ به مؤمنا وو.