ای محمده! هغوی ته ووایه چې په دې مې وه کړئ که الله پاک ستاسې اوریدنه او لیدنه واخلي او په زړونو مو مهر ولګوي له الله پرته بل خدای شته چې دا څیزونه بیرته درکړي؟ وګوره چې مونږ څرنګه سپینه خبره کوو، بیا هم هغوی له حق نه څنګ کوي.
ای محمده! ووایه چې زه دا نه وایم چې له ماسره د الله ټولې خزانې دي او دا هم نه وایم چې زه په پټو پوهیږم. او دا هم نه وایم چې زه ملایکه یم. زه پرته له هغه څه چې ما ته وحې کیږي د بل څه مننه نه کوم ووایه : ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ ایا تاسې فکر نه کوئ؟.
او ای محمده! په دې وحې سره هغه کسان وډاره وه چې ډار ورسره وي چې د رب په وړاندې به راټول، او پرته له یو الله نه به یې بل هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه وي. تر څو هغوی خپل ځانونه وژغوري.
او هغه کسان مه شړه چې سهار او ماښام خپل رب بلی او یوازې د هغه خوښي يې هیله وي. د هغوی د کړنو بار پر تا نشته او نه ستا د کړنو بار پر هغوی. که ته هغوی وشړې نو ته به له تیري کوونکو نه یې.