او په دی توګه مونږ یې ځیني پر ځینو نور وازمایلي. تر څو ماړه خلک ووايي چې الله پاک په مونږ کې یوازې پر همدوی لورینه کړې ده؟ ایا الله پاک شکر کوونکي ښه نه پيژني؟
او کله چې تاته زمونږ په ایتونو مؤمنان راغلل نو ورته ووایه چې پر تاسې دی سلام وي ستاسې رب پر خپل ځان مهرباني لازمه کړې ده ستاسې هر یو چې په ناپوهۍ سره کوم بد کار وکړي او ژر ورپسې توبه وباسي او خپلې کړنې روغې کړي نو بې له شکه چې الله پاک ښه بښونکی خورا مهربان دی.
ای محمده! ووایه چې زه د هغو شیانو له عبادت نه منع شوی یم چې تاسې یې پرته له الله نه بلئ. ورته ووایه: زه ستاسې د غوښتنو مننه نه کوم او که ویې کړم نو زه به بې لارې یم او له لارې میندونکو څخه به نه وم.
او د پټو کیلي( کونجیانې) یوازې له هغه سره دي. پرته له هغه هیچا ته معلومات نشته د وچې او لمدي ټول معلومات له هغه سره دي ـ هره پاڼه چې راپریوزي او هره دانه چې د ځمکې په تورو تیارو کې پټيږي او ټول لامده او وچ په یوه ښکاره کتاب کې لیکل شوي دي.