Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz

Numri i faqes:close

external-link copy
19 : 6

قُلْ اَیُّ شَیْءٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۫— شَهِیْدٌۢ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ۫— وَاُوْحِیَ اِلَیَّ هٰذَا الْقُرْاٰنُ لِاُنْذِرَكُمْ بِهٖ وَمَنْ بَلَغَ ؕ— اَىِٕنَّكُمْ لَتَشْهَدُوْنَ اَنَّ مَعَ اللّٰهِ اٰلِهَةً اُخْرٰی ؕ— قُلْ لَّاۤ اَشْهَدُ ۚ— قُلْ اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّاِنَّنِیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟ۘ

ای محمده ووایه چې لوی شاهد څوک دی؟ورته ووایه چې: زما او ستاسې ترمینځ الله پاک شاهد دی. چې ماته دا قران وحې شوی دی چې تاسې او هغه نور خلک پرې وډاروم چې قرآن ور رسیږي. ایا تاسې دا خبره کوئ چې له الله سره نور خدایان شته؟ ووایه زه دا خبره نه کوم. ووایه چې : الله یو دی او زه له هغه څه بې زاره یم چې تاسې یې له الله سره شریکوئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 6

اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ ۘ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟۠

کومو خلکو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی د الله پاک یووالی[۶] داس پيژني لکه څرنګه چې خپل ځامن پيژني چا چې ځانونه په تاوان کې اچولي دي نو هغوی ایمان نه راوړي. info

[۶] یا محمد صلی الله علیه وسلم( فتح القدیر)

التفاسير:

external-link copy
21 : 6

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

له هغه چا نه به بل څوک لوی ظالم وي چې پر الله درواغ تړي او یا د هغه ایتونه درواغ ګڼي؟ دا پخه خبره ده چې ظالمان خلاصون نشي میندی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 6

وَیَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَیْنَ شُرَكَآؤُكُمُ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟

او هغه ورځ چې مونږ دوی ټول را پاڅوو او بیا شرک کوونکو ته ووایو چې اوس چیرې دي هغه چې تاسې به پءې د الله د شریکانو ګمان کاوه؟ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 6

ثُمَّ لَمْ تَكُنْ فِتْنَتُهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا وَاللّٰهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِیْنَ ۟

بیا به د هغوی درواغجن عذر پرته له دې بل نه وي چې ووایې قسم په الله چې زمونږ رب دی مونږ شرک نه دی کړی. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 6

اُنْظُرْ كَیْفَ كَذَبُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

وګوره څرنګه یې په ځان درواغ وویل؟ او هغه څه ترې ورک شول چې له ځانه به ی دوراغ جوړول. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 6

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— وَجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْكَ یُجَادِلُوْنَكَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

ځینې خلک یې تا ته غوږ نیسي خو مونږ د هغوی زړونه په پردو کې نغښتي چې په هیڅ نه پوهیږي او په غوږونو کې يې دروندوالی دی نو که هره نښه وویني ایمان پرې نه راوړي. ان تر دې چې کله تا ته راځي نو جګړه در سره کوي او دا کافران وایې چې ستا راوړی پیغام پرته له زړو کیسو بل څه نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 6

وَهُمْ یَنْهَوْنَ عَنْهُ وَیَنْـَٔوْنَ عَنْهُ ۚ— وَاِنْ یُّهْلِكُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟

هغوی د رسول د منلو نه نور منع کوی او په خپله هم ترې څنډه کوي. او په دی توګه پرته له دی چې ځانونه هلاک کړي بل چا ته تاوان نشي رسولای خو هغوی نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 6

وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلَی النَّارِ فَقَالُوْا یٰلَیْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِاٰیٰتِ رَبِّنَا وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او که ته هغه صحنه وویني چې کله هغوی پر اور ودرولی شي نو وايي به چې کاشکې مونږ بیرته بوتلی شو نو مونږ به د خپل رب ایتونه درواغ ونه ګڼو او مونږ به مؤمنا وو. info
التفاسير: