پوه شئ -ای مومنانو-بیشکه هغه څه چې تاسو د الله تعالی په لار کې په جهاد باندې د کافرانو څخه په زوره واخیست، نو دا به پنځه برخې کیږي؛ څلور برخې یې په مجاهدینو ویشل کېږي او پنځمه برخه چې پاتې شوه هغه به بیا پنځه برخې کیږې یوه برخه به یې د الله او د رسول لپاره وي هغه به د مسلمانانو په عمومي فايدو کې مصرفیږي، او یوه برخه به یې د نبي-صلی الله علیه وسلم-د خپلوانو لپاره وي چې هغه د هاشم او د مطلب اولاده ده او بله برخه به د یتیمانو لپاره وي او بله برخه به د فقیرانو او مسکینانو وي او بله برخه به د هغه مسافرو لپاره وي چې لارې پرې پرې شوي، که چېرې پر الله تعالی او پر هغه څه چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې د بدر په ورځ نازل کړي باور لرئ چې په دغه ورځ یې د حق او باطل تر منځ جدایې راوستې وه هغه وخت چې الله تاسو سره د دښمن په مقابل کې مرسته وکړه، دغه الله چې تاسو سره یې مرسته کړې وه پر هر څه قدرت لري.
رایاد کړئ-مومنانو-کله چې وئ تاسو په نزدې غاړه د کندې مدینې طرف ته او مشرکین په هغه لرې غاړه دکندې وو مدینې طرف ته او قافله تاسو څخه ښکته د بحر غاړې ته نزدې وه که تاسو او مشرکینو یو د بل سره وعده کړې وای چې په بدر کې به مخامخ کیږو ضروربه خلاف کړی وای ځینو ستاسو د ځینو سره لیکن الله تعالی یوځای کړئ تاسوپه بدرکې په غیر د وعدې نه ددې لپاره چې پوره کړي فیصله کړای شوی کار چې هغه د مومنانو مدد او د کافرانو شرمول او د خپل دین پیاوړي کول او د شرک ذلیله کول دي او د دې لپاره چې مړ شي هغه چې مري ددوي نه پس دقايمولو د حجت نه په هغه باندې په سبب د غلبې د مومنانو په کافرانو سره د کموالي د کسانو او د وسايلو او ژوندي به پاتې شي څوک چې ژوندي پاتي شو سره د واضحه دلیل نه چې الله تعالی ورته ښکاره کړ پس پاتې به نه شي د هیچا دپاره د الله تعالی په وړاندې څه دلیل[عذر]چې الله تعالی ته یې پیش کړي الله تعالی د هر چا خبرې اوري او د هر چا په کارونو پوه دی، هیڅ شی د دوی د خبرو او د کارونو نه د الله تعالی څخه نه شي پټیدای او الله تعالی به هغوي ته په هغې جزا ورکړي.