اِذْ یُرِیْكَهُمُ اللّٰهُ فِیْ مَنَامِكَ قَلِیْلًا ؕ— وَلَوْ اَرٰىكَهُمْ كَثِیْرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ سَلَّمَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
یاد کړه-ای پېغمبره- د الله تعالی د نعمتونو څخه په تا او په مومنانو کله چې الله تعالی مشرکین ښودلي وو تاته په خوب کې لږ او بیا دې مومنانو ته د دې خبر ورکړ، هغوي په دې ډیرخوشحاله شول او د هغوی سره یې د جنګ ارادې مضبوطې شوې که الله تعالی مشرکین په خوب کې ډیر درښودلی وای ضرور به ستا د ملګرو ارادې کمزورې شوې وې او د جنګ څخه به بیریدلې وای، لیکن الله تعالی د دې څخه روغ وساتل او د ناکامۍ څخه یې وژغورل پس هغوي یې د رسول-صلی الله علیه وسلم- په سترګو کې لږ وښودل بیشکه الله تعالی پوه دی په هغه څه چې زړونه یې ساتي او په هغه څه چې نفسونه یې پټوي.
التفاسير: