ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پوه شئ چې بیشکه که تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ داسې چې د هغه حکمونه ومنئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وژغورئ نو دربه کړي تاسو ته هغه څه چې تاسو پرې د حق او باطل ترمنځ فرق کولی شئ، نو په تاسو به دواړه نه ګډوډ کیږي، او لرې به کړي ستاسو نه هغه ګناهونه چې تاسو کړي، او ستاسو واړه ګناهونه به هم دروبخښي، او بیشکه الله تعالی د لوی فضل والا دی، او د هغه د لوی فضل څخه هغه جنتونه دي چې د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره يې تیار کړي دي.
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې جرګې کولې ستا په خلاف مشرکینو د دې لپاره چې تاته چل جوړ کړي ستاسو په بندي کولو او یا په وژلو او ستا په شړلو سره ستا له ښار نه بل ښار ته، او تا ته يې چلونه جوړول او الله تعالی د هغوی چلونه په هغوی باندې راګرځوي، او الله تعالی تدبیر جوړوي، او هغه غوره له تدبیر جوړوونکو څخه دی.
او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ دوی د حق سره د ضد له وجې نه او د تکبر له وجې نه وايې: بیشکه اوریدلی و مونږ د دې په شان مخکې لدې نه، که چیرته مونږ غوښتلی وی چې د دې قران په شان ووایو نو مونږ به ویلی وی، ندی دا قران چې مونږ اوریدلی مګر د پخوانیو خلکو دروغ دي؛ نو مونږ هیڅکله په دې باندې ایمان نه راوړو.
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مشرکینو وویل: ای الله که چیرته هغه دین چې محمد پرې راتګ کړی حق وي نو ته راووروه په مونږ باندې کاڼي له اسمانه چې مونږ هلاک کړي، او یا مونږ لره سخت عذاب راکړه، دوی دا خبرې د زیات انکار او مخ اړولو له وجې نه کړې وې.
او ندی الله تعالی چې عذاب ورکړي ستا امت ته -برابره خبره ده که چا ستا دعوت منلی او که نه يي دی منلی (مسلمانان دی که کافران)- په داسې یو عذاب سره چې د دوی جرړي وباسي او ته -ای محمده- ژوندی يې د دوی ترمنځ يې، نو ستا شتوالی د دوی تر منځ دوی لره له عذاب څخه ژغورونکي دي، او ندی الله تعالی چې دوی ته عذاب ورکړي او حال دا چې دوی د الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الشكر نعمة عظيمة يزيد بها فضل الله تعالى، وينقص عند إغفالها.
شکر یو لوی نعمت دی چې په دې سره د الله تعالی فضل او مهرباني نوره هم زیاتیږي، او د هغه نه د بې پروايۍ په وخت کې کمیږي.
• للأمانة شأن عظيم في استقامة أحوال المسلمين، ما ثبتوا عليها وتخلقوا بها، وهي دليل نزاهة النفس واعتدال أعمالها.
د مسلمانانو د حالاتو په برابروالي کې د امانت دارۍ ډیر لوی شان دی، ترڅو چې دوی پدې باندې عمل وکړي او هغه په اخلاقو کې راولي، او دا د نفس د پاکوالي او د هغه د کارونو د برابروالي دلیل دی.
• ما عند الله من الأجر على كَفِّ النفس عن المنهيات، خير من المنافع الحاصلة عن اقتحام المناهي لأجل الأموال والأولاد.
هغه اجر چې د الله تعالی سره دی د ګناه نه د ځان ساتلو په مقابل کې، دا ډیر غوره دی د هغو فایدو څخه کومې چې د مالونو او بچو له وجې د منهیاتو د کولو څخه حاصلیږي.
• في الآيات بيان سفه عقول المعرضين؛ لأنهم لم يقولوا: اللَّهُمَّ إن كان هذا هو الحق من عندك فاهدنا إليه.
په دې ایتونو کې بیان د کم عقلۍ د مخ اړوونکو دی؛ ځکه چې هغوی داسې نه وو ویلي: ای الله که چیرته دا ستا له طرفه حق وي نو مونږ ته پرې هدایت رانصیب کړه.
• في الآيات فضيلة الاستغفار وبركته، وأنه من موانع وقوع العذاب.
په دې آیتونو کې د استغفار فضیلت او برکت دی، او دا چې یقینا دا د عذاب نه د ژغورل کېدو سبب دی.