د الله پاکي او سپېڅتلتيا بيانوي څه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق او تقدير کې يې حکمت والا دی.
هغه داسې لومړنی دی چې تر هغه مخکې هيڅ هم نه و، او هغه داسې وروستی دی چې تر هغه وروسته به هيڅ هم نه وي، او هغه داسې ښکاره دی چې تر هغه پورته هيڅ هم نشته، او داسې پټ دی چې تر هغه اخوا هيڅ هم نشته[مخې ته یې پرده نشته]، او هغه پر هرڅه ښه پوه دی، چې هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• شدة سكرات الموت وعجز الإنسان عن دفعها.
د مرګ د سلګيو سختوالی او د انسان د هغو له مخنيوي څخه بې وسي.
• الأصل أن البشر لا يرون الملائكة إلا إن أراد الله لحكمة.
اصل دادی چې انسان پرېښتې نه شي ليدلای مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې وغواړي.
• أسماء الله (الأول، الآخر، الظاهر، الباطن) تقتضي تعظيم الله ومراقبته في الأعمال الظاهرة والباطنة.
د الله نومونه (الاول، الآخر، الظاهر، الباطن) د الله د درناوي او په ښکاره او پټو کړنو کې د هغه د څارنې غوښتنه کوي.
همغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړل، د يکشنبې له ورځې پيل او د جمعې په ورځ پای ته ورسېدل، او هغه له دې څخه په کمه موده د سترګې په رپ کې يې په پيداکولو ځواکمن دی، بيا هغه پاک ذات پر عرش په داسې پورته کېدلو لوړ او پورته شو څنګه چې له هغه پاک سره ښايي، هغه پوهيږي څه چې له باران، تخم او نورو څخه په ځمکه کې ننوزي، او څه شينکي، زېرمې او نور چې ترې وزي، او څه باران، وحي او نور چې له آسمانه را کوزيږي، او څه پرېښتې، د بندګانو اعمال او روحونه يې چې آسمان ته پورته کيږي، ای خلکو! هغه په خپله پوهه ستاسو سره دی چېرې چې ياست، له تاسو هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هغه ستاسو د کړنو ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي، ژر به پرې بدله درکړي.
يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، او يوازې هغه لره چارې ورکرځول کيږي، نو د قيامت په ورځ به له مخلوقاتو سره حساب وکړي، او پر کړنو به يې بدله ورکړي.
پر الله ايمان راوړئ، او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او له هغه ماله لګښت کوئ چې الله تاسو پکې ځای ناستي ګرځولي ياست، په هغو کې داسې تصرف کوئ چې څنګه يې درته روا کړی دی؛ نو له تاسې چې چا پر الله ايما راوړ، او د الله په لار کې يې خپل مالونه ولګول، هغوی لره د هغه په وړاندې لويه بدله ده، چې هغه جنت دی.
او کوم څه تاسو پر الله له ايمان رواړلو ايساروي؟! حال داچې رسول مو الله ته په دې هيله را بولي چې پر خپل پاک پالونکي مو ايمان راوړی، او الله له تاسو ټينګه ژمنه اخېستې ده چې ايمان به راوړئ کله يې چې تاسو د خپلو پلرونو له ملاوو څخه را اېستلی، که چېرې تاسې مؤمنان ياست.
همغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم يې څرګند آيتونه نازلوي، ترڅو مو د کفر او ناپوهۍ له تيارو د ايمان او پوهې رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو نرمي کوونکی مهربان دی کله يې چې تاسو ته خپل نبي د لارښود او زيري ورکوونکي په توګه ولېږلو.
او د الله په لار کې له لګښت مو څه شی راګرځوي، او الله لره د آسمانونو او ځمکې ميراث دی، اې مؤمنانو له تاسو هغه څوک چې خپل مال يې د الله په لار کې د هغه د رضا په موخه مخکې د مکې له فتحې لګولی او د اسلام د مرستې په پار يې له کافرانو سره جګړه کړې ده له هغه چا سره برابر نه دی چې له فتحې وروسته يې لګښت کړی وي او له کافرانو سره يې جګړه کړې وي، همدوی له فتحې مخکې لګښت کوونکي او د الله په لار کې جګړه کوونکي د الله په وړاندې د لويې مرتبې او لوړې درجې والا دي ترهغو کسانو چې وروسته له فتحې يې د هغه په لار کې مال لګولی وي او له کافرانو سره جنګېدلی وي، او الله د دواړو ډلو لپاره د جنت ژمنه کړې ده او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او بدله به پرې درکوي.
په کومه ورځ چې مؤمنان او مؤمنانې وينې چې له هغوی مخکې او ښي لوريو ته به رڼايي ځي، او په دغه ورځ به هغوی ته ويل کيږي: نن تاسو لره د داسې جنتونو زيری دی چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکي ياست، دغه بدله يوه داسې لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ور نېږدې کېدلای.
نو اې منافقانو! نن به له تاسو د الله د عذاب پر وړاندې کومه فدیه (بدله) نه اخېستل کيږي، او نه به له هغو کسانو فديه اخېستل کيږي چې پر الله يې په ښکاره ډول کفر کړی وو، ستاسو د ورتګ ځای او د کافرانو د ورتګ ځای دوزخ دی، هغه ستاسو ډېر وړ دی، او تاسو د هغه ډېر وړ ياست، او ډېر بد د ورتلو ځای دی.
آيا هغو کسانو ته چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايما راوړی هغه وخت نه دی رسېدلی چې د الله په ياد او له قرآن څخه په نازل شوې ژمنه او ګواښ يې زړونه نرم او ډاډه شي، او هغو يهودو غوندې نه شي چې تورات ورکړل شوی و، او يا هغو نصاراوو غوندې چې انجيل ورکړل شوی و، چې زړونه يې سخت وو، نو د هغوی او د نبيانو د را لېږلو ترمنځ يې زياته زمانه تېره شوه؛ چې له همدې امله يې زړونه سخت شول، او له هغوی ډېری د الله له پيروۍ څخه د هغه سرغړونې ته وتونکي وو؟!
پوه شئ چې پرته له شکه الله ځمکه د هغې په را شنه کولو وروسته د هغې له وچوالي څخه را ژوندۍ کوي، اې خلکو! موږ تاسو ته د الله پر ځواک او د هغه پر يووالي په دې هيله دلايل او برهانونه بيان کړل چې له عقله کار واخلئ، او پوه شئ چې چا ځمکه د هغې له وچېدو وروسته را ژوندۍ کړې هغه ستاسو له مرګ وروسته په ژوندي کولو مو ځواکمن دی، او ستاسو د زړنو له سختوالي وروسته د هغو په نرمولو هم ځواکمن دی.
او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې پرته د هغوی ترمنځ له توپيره ايمان راوړی، همدوی رېښتيني دي، او د خپل پالونکي په وړاندې يې شاهدان دي هغوی لره يې عزتمنه بدله ده چې ور لره چمتو کړل شوې ده، او هغوی لره يې داسې رڼايي ده چې د هغوي مخې ته او ښي لورې ته به د قيامت په ورځ ځغلي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، او زموږ پر رسولانو نازل کړل شوي زموږ آیتونه يې درواغ ګڼلي دي همدوی دوزخيان دي، د قيامت په ورځ به ور ننوزي تل به پکې وي، نه به ترې وزي.
پوه شئ پرته له شکه د دنيا ژوند لوبه ده چې بدنونه پرې لوبيږي، ساعت تېری دی چې زړونه پرې ساعت تېری کوي، ښکلا ده چې ځانونه پرې ښايسته کوئ، او ستاسو ترمنځ په ملکيت او سامان کې يو پر بل وياړل دي، او په مالونو او اولادونو کې يو پر بل زياتواالی دی، لکه د باران غوندې چې کروندګرو ته يې شينکی ښه ښکاره شي، بيا دغه شنه واښه وچ شي او اې ليدونکيه! بیا ته هغه له شينوالي وروسته زېړ وينې، او بيا يې الله ټوټه مات کړي، او په آخرت کې کافرانو او منافقانو لره سخته سزا ده، او د الله له لوري د خپلو مؤمنو بندګانو لپاره بښنه او د هغه له خوا خوښي ده، او د دنيا ژوند خو يوازې له منځه تلونکی سامان دی چې هيڅ ثبات نه لري؛ نو چا چې د هغې له منځه تلونکي سامان ته د آخرت پر نعمتونو لومړيتوب ورکړ هغه تاواني او دوکه خوړل شوی دی.
او خلکو ته په ځمکه کې کوم د وچکالۍ يا بل مصيبت نه دی رسېدلی، او نه هغوی ته يې په ځانونو کې کوم مصيبت رسېدلی مګر دا چې هغه په لوح محفوظ کې لا مخکې له دې ثابت دی چې موږ يې پيداکړ، پرته له شکه دغه کار الله ته آسانه دی.
او دغه د دې لپاره ای خلکو! ترڅو تاسې پر هغه څه غمجن نه شئ چې له لاسه مو ورکړي، او د دې لپاره چې پر هغو نعمتونو د ناز تر بريده خوشحاله نه شئ چې در کړي يې دي، پرته له شکه الله هيڅ کبرجن پر خلکو د هغه څه له امله وياړونکی نه خوښوي چې الله ورکړي دي.
او پرته له شکه نوح او ابراهيم عليهما السلام مو ولېږل، او د هغوی په اولاد کې مو نبوت، او نازل کړل شوي کتابونه وګرځول، نو د هغوی دواړو له اولادونو ځينو يې نېغې لارې ته لارموندونکي وو، توفيق ورکړل شوی وو، او ډېری له هغوی د الله له پيروۍ وتونکي وو.
اې هغوکسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې درته روا کړي يې دي، د الله د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او د هغه پر رسولانو ايمان راوړئ، تاسو ته به دوه برابره اجر او ثواب درکړي ستاسو له خوا پر محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړلو او پر پخوانيو رسولانو مو د ايمان راوړلو له امله، او داسې رڼايي به درته وګرځوي چې د دنيا په ژوند پرې لارمومئ، او د قيامت په ورځ په پول له هغې رڼا ترلاسه کوئ، او تاسو ته به مو ګناهونه وبښي، او پټ به يې کړي، او نه به مو پرې نيسي، او الله پاک د خپلو بندګانو لپاره بښونکی دی پر هغوی مهربان دی.