په کومه ورځ چې مؤمنان او مؤمنانې وينې چې له هغوی مخکې او ښي لوريو ته به رڼايي ځي، او په دغه ورځ به هغوی ته ويل کيږي: نن تاسو لره د داسې جنتونو زيری دی چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکي ياست، دغه بدله يوه داسې لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ور نېږدې کېدلای.
نو اې منافقانو! نن به له تاسو د الله د عذاب پر وړاندې کومه فدیه (بدله) نه اخېستل کيږي، او نه به له هغو کسانو فديه اخېستل کيږي چې پر الله يې په ښکاره ډول کفر کړی وو، ستاسو د ورتګ ځای او د کافرانو د ورتګ ځای دوزخ دی، هغه ستاسو ډېر وړ دی، او تاسو د هغه ډېر وړ ياست، او ډېر بد د ورتلو ځای دی.
آيا هغو کسانو ته چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايما راوړی هغه وخت نه دی رسېدلی چې د الله په ياد او له قرآن څخه په نازل شوې ژمنه او ګواښ يې زړونه نرم او ډاډه شي، او هغو يهودو غوندې نه شي چې تورات ورکړل شوی و، او يا هغو نصاراوو غوندې چې انجيل ورکړل شوی و، چې زړونه يې سخت وو، نو د هغوی او د نبيانو د را لېږلو ترمنځ يې زياته زمانه تېره شوه؛ چې له همدې امله يې زړونه سخت شول، او له هغوی ډېری د الله له پيروۍ څخه د هغه سرغړونې ته وتونکي وو؟!
پوه شئ چې پرته له شکه الله ځمکه د هغې په را شنه کولو وروسته د هغې له وچوالي څخه را ژوندۍ کوي، اې خلکو! موږ تاسو ته د الله پر ځواک او د هغه پر يووالي په دې هيله دلايل او برهانونه بيان کړل چې له عقله کار واخلئ، او پوه شئ چې چا ځمکه د هغې له وچېدو وروسته را ژوندۍ کړې هغه ستاسو له مرګ وروسته په ژوندي کولو مو ځواکمن دی، او ستاسو د زړنو له سختوالي وروسته د هغو په نرمولو هم ځواکمن دی.