همغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کې پيداکړل، د يکشنبې له ورځې پيل او د جمعې په ورځ پای ته ورسېدل، او هغه له دې څخه په کمه موده د سترګې په رپ کې يې په پيداکولو ځواکمن دی، بيا هغه پاک ذات پر عرش په داسې پورته کېدلو لوړ او پورته شو څنګه چې له هغه پاک سره ښايي، هغه پوهيږي څه چې له باران، تخم او نورو څخه په ځمکه کې ننوزي، او څه شينکي، زېرمې او نور چې ترې وزي، او څه باران، وحي او نور چې له آسمانه را کوزيږي، او څه پرېښتې، د بندګانو اعمال او روحونه يې چې آسمان ته پورته کيږي، ای خلکو! هغه په خپله پوهه ستاسو سره دی چېرې چې ياست، له تاسو هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هغه ستاسو د کړنو ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي، ژر به پرې بدله درکړي.
يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، او يوازې هغه لره چارې ورکرځول کيږي، نو د قيامت په ورځ به له مخلوقاتو سره حساب وکړي، او پر کړنو به يې بدله ورکړي.
پر الله ايمان راوړئ، او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او له هغه ماله لګښت کوئ چې الله تاسو پکې ځای ناستي ګرځولي ياست، په هغو کې داسې تصرف کوئ چې څنګه يې درته روا کړی دی؛ نو له تاسې چې چا پر الله ايما راوړ، او د الله په لار کې يې خپل مالونه ولګول، هغوی لره د هغه په وړاندې لويه بدله ده، چې هغه جنت دی.
او کوم څه تاسو پر الله له ايمان رواړلو ايساروي؟! حال داچې رسول مو الله ته په دې هيله را بولي چې پر خپل پاک پالونکي مو ايمان راوړی، او الله له تاسو ټينګه ژمنه اخېستې ده چې ايمان به راوړئ کله يې چې تاسو د خپلو پلرونو له ملاوو څخه را اېستلی، که چېرې تاسې مؤمنان ياست.
همغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم يې څرګند آيتونه نازلوي، ترڅو مو د کفر او ناپوهۍ له تيارو د ايمان او پوهې رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو نرمي کوونکی مهربان دی کله يې چې تاسو ته خپل نبي د لارښود او زيري ورکوونکي په توګه ولېږلو.
او د الله په لار کې له لګښت مو څه شی راګرځوي، او الله لره د آسمانونو او ځمکې ميراث دی، اې مؤمنانو له تاسو هغه څوک چې خپل مال يې د الله په لار کې د هغه د رضا په موخه مخکې د مکې له فتحې لګولی او د اسلام د مرستې په پار يې له کافرانو سره جګړه کړې ده له هغه چا سره برابر نه دی چې له فتحې وروسته يې لګښت کړی وي او له کافرانو سره يې جګړه کړې وي، همدوی له فتحې مخکې لګښت کوونکي او د الله په لار کې جګړه کوونکي د الله په وړاندې د لويې مرتبې او لوړې درجې والا دي ترهغو کسانو چې وروسته له فتحې يې د هغه په لار کې مال لګولی وي او له کافرانو سره جنګېدلی وي، او الله د دواړو ډلو لپاره د جنت ژمنه کړې ده او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او بدله به پرې درکوي.