او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې پرته د هغوی ترمنځ له توپيره ايمان راوړی، همدوی رېښتيني دي، او د خپل پالونکي په وړاندې يې شاهدان دي هغوی لره يې عزتمنه بدله ده چې ور لره چمتو کړل شوې ده، او هغوی لره يې داسې رڼايي ده چې د هغوي مخې ته او ښي لورې ته به د قيامت په ورځ ځغلي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، او زموږ پر رسولانو نازل کړل شوي زموږ آیتونه يې درواغ ګڼلي دي همدوی دوزخيان دي، د قيامت په ورځ به ور ننوزي تل به پکې وي، نه به ترې وزي.
پوه شئ پرته له شکه د دنيا ژوند لوبه ده چې بدنونه پرې لوبيږي، ساعت تېری دی چې زړونه پرې ساعت تېری کوي، ښکلا ده چې ځانونه پرې ښايسته کوئ، او ستاسو ترمنځ په ملکيت او سامان کې يو پر بل وياړل دي، او په مالونو او اولادونو کې يو پر بل زياتواالی دی، لکه د باران غوندې چې کروندګرو ته يې شينکی ښه ښکاره شي، بيا دغه شنه واښه وچ شي او اې ليدونکيه! بیا ته هغه له شينوالي وروسته زېړ وينې، او بيا يې الله ټوټه مات کړي، او په آخرت کې کافرانو او منافقانو لره سخته سزا ده، او د الله له لوري د خپلو مؤمنو بندګانو لپاره بښنه او د هغه له خوا خوښي ده، او د دنيا ژوند خو يوازې له منځه تلونکی سامان دی چې هيڅ ثبات نه لري؛ نو چا چې د هغې له منځه تلونکي سامان ته د آخرت پر نعمتونو لومړيتوب ورکړ هغه تاواني او دوکه خوړل شوی دی.
او خلکو ته په ځمکه کې کوم د وچکالۍ يا بل مصيبت نه دی رسېدلی، او نه هغوی ته يې په ځانونو کې کوم مصيبت رسېدلی مګر دا چې هغه په لوح محفوظ کې لا مخکې له دې ثابت دی چې موږ يې پيداکړ، پرته له شکه دغه کار الله ته آسانه دی.
او دغه د دې لپاره ای خلکو! ترڅو تاسې پر هغه څه غمجن نه شئ چې له لاسه مو ورکړي، او د دې لپاره چې پر هغو نعمتونو د ناز تر بريده خوشحاله نه شئ چې در کړي يې دي، پرته له شکه الله هيڅ کبرجن پر خلکو د هغه څه له امله وياړونکی نه خوښوي چې الله ورکړي دي.