ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له ډېرو داسې تورونو ځانونه وساتئ چې د هيڅ اسبابو او نښانو پر بنسټ نه وي ولاړ، بېشکه ځينې بد ګماني ګناه ده، لکه پر داسې چا بد ګماني کول چې ظاهري حالت يې سم وي، او د مؤمنانو تر شا د هغوی پر رازونو پسې مه کېږئ، او نه دې يو له تاسو خپل ورور په داسې څه يادوي چې هغه يې نه خوښوي، ځکه په داسې څه يې يادول چې هغه يې بد ګڼي د هغه د مرګ په حالت کې د هغه د غوښې خوړلو غوندې دي، آيا يو له تاسې دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه دې وخوري؟! نو غيبت کول يې بد وګڼئ ځکه هغه د دې غوندې دي، او له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه لپاره ډېر توبه منونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
ای خلکو! پرته له شکه تاسو مو له يو نارينه چې هغه ستاسو پلار آدم او يوې ښځينه چې هغه ستاسو مور حواء ده پيداکړي ياست، نسب مو يو دی، نو له تاسو دې يو پر بل په نسب کې نه وياړي، او له دغه وروسته مو تاسې ډېر خېلونه او خورې ورې قبيلې وګرځولئ، تر څو ځينې ستاسې ځينې نور وپېژني، نه د دې لپاره چې پرې ووياړي، ځکه توپير يوازې د ځان ساتنې پر بنسټ وي، له همدې امله يې ويلي: له تاسې تر ټولو غوره ستاسو تقوا لرونکی دی، بېشکه الله ستاسو پر حالاتو ښه پوه دی، پر هغه څه ښه خبر دی چې په تاسو کې کوم کمال او عيب دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
ځينو هغو بانډه چيانو چې نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلل وويل: موږ پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړی، ای رسوله! هغوی ته ووايه: تاسو ايمان نه دی راوړی، بلکې تاسو ووايئ: موږ پيروي کړې او غاړه مو اېښې ده، تر اوسه مو ايمان زړونو ته نه دی ننوتی، او هيله دا ده چې ور ننه به وځي، او ای بانډه چيانو که تاسو په ايمان، نېک عمل او له نارواوو څخه په ډډه کولو کې د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، الله به ستاسو د کړنو له بدلې هيڅ هم درڅخه کم نه کړي، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
پرته له شکه مؤمنان هغه خلک دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی، بيا يې له ايمان سره شک نه دی ګډ کړی، او پر خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لار کې جهاد کړی، له هغو يې په هيڅ بخيلي نه ده کړې، پر دغو صفتونو متصف خلک همدوی په خپل ايمان کې رېښتيني دي.
ای رسوله! دغو بانډه چيانوته ووايه: آيا تاسو الله ته ښوونه کوئ او پر خپل دين يې خبروئ؟! حال دا چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ نه پټيږي، نو د خپل دين په اړه ستاسو خبر ورکولو ته اړتيا نه لري.
ای رسوله! دغه بانډه چيان د خپل اسلام له امله پر تا احسان اچوي، هغوی ته ووايه: د الله په دين کې د داخلېدو له امله پر ما احسان مه اچوئ، د دغه ګټه که چېرې حاصله وي پر تاسو در ګرځېدونکې ده، بلکې الله هغه ذات دی چې پر تاسو يې احسان کړی داسې چې پر هغه د ايمان راوړلو توفيق يې درکړی که چېرې تاسو مو په خپله دعوی کې رېښتيني واست چې تاسو پکې داخل شوي ياست.
پرته له شکه الله د آسمانونو په پټو پوهيږي او د ځمکې په پټو پوهيږي، له هغه هيڅ هم نه شي پټېدلای، او الله د هغه څه ليدونکی دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه شي پټېدلای، او ژر به تاسو ته پر ښو کړنو او بدو کړنو بدله درکړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سوء الظن بأهل الخير معصية، ويجوز الحذر من أهل الشر بسوء الظن بهم.
د ښېګڼې پر څښتنانو بدګوماني بده کړنه ده، او د شر له څښتنانو پر هغوی د بدګومانۍ له امله ځان ساتل روا دي.