ای رسوله! که چېرې دغو خلکو چې تاته ستا د مېرمنو د کوټو له شا آوازونه کوي صبر کړی وای او چیغې یې درته نه وای وهلی تر دې چې ته وروتلای وای، بيا يې په ټيټ آواز وينا درته کولئ دا به هغوی لره د کوټو تر شا آواز کولو نه غوره وای، ځکه په دې کې احترام او درناوی دی، او الله له هغوی او نورو خلکو څخه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، او هغوی لره هم بښونکی دی د هغوی د ناپوهۍ له امله، پر هغوی مهربان دی.
او ای مؤمنانو! پوه شئ چې ستاسو ترمنځ د الله رسول دی چې وحي پرې نازليږي، نو له درواغ ويلو وډار شئ، چې وحي به پرې نازله شي ستاسو پر درواغو به يې خبر کړي، او پر هغه څه ډېر پوه دی چې ستاسو مصلحت دی پکې، که چېرې په ډېری هغه څه کې ستاسو پيروي وکړي چې تاسو يې ورته وړانديز کوئ، هرومرو به په داسې ستونزه کې اخته شئ چې هغه به يې تاسو لره نه خوښوي، خو الله په خپله پېرزوينه تاسو ته ايمان خوښ وګرځولو، او ستاسو په زړونو کې يې ښکلی کړ، نو ايمان مو راوړ، او تاسو ته يې کفر، د هغه له پيروۍ وتل بد وښودل او له هغه يې سرغړونه بده درته وښودله، پر دغو صفتونو متصف خلک پر سمه او حق لاره تلونکي دي.
او تاسو لره چې ستاسو په زړونو کې کوم د ښېګڼې ښکلي کېدل او شر بد ګڼل حاصل دي، دا يوازې د الله پېرزوينه ده، چې پر تاسو يې پېرزو کړې ده، او د هغه نعمت دی چې پر تاسو يې لورولی دی، او الله له بندګانو يې پر هغه چا ښه پوه دی چې د هغه شکر وباسي نو توفيق ورکوي، او حکمت والا دی چې هر څه په خپل مناسب ځای کې ږدي.
او که چېرې د مؤمنانو دوې ډلې له يوبل سره جګړه وکړي، نو ای مؤمنانو! د هغوی دواړو ترمنځ سوله وکړئ چې دواړه ډلې د خپل اختلاف په اړه د الله د شريعت پرېکړې ته را وبولئ، که چېرې يوې ډلې له سولې نټه وکړه، او له بريده واوښته، نو له بريده اوښتې ډلې سره تر هغه جګړه وکړئ چې د الله حکم ته را وګرځي، که چېرې د الله پرېکړې ته را وګرځېده، بيا د دواړو ترمنځ په عدل او انصاف سوله وکړئ، او د هغوی دواړو ترمنځ په خپله پرېکړه کې له عدل کار واخلئ، پرته له شکه الله هغه کسان خوښوي چې په خپلو پرېکړو کې عدل کوي.
پرته له شکه مؤمنان په اسلام کې سره وروڼه دي، او ای مؤمنانو! په اسلام کې ورورګلوي دا غوښتنه کوي چې د جګړه کوونکو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، په دې هيله چې رحم درباندې وشي.
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، له تاسو دې يو قوم پر بل ملنډې نه وهي، کېدای شي هغه قوم د الله په وړاندې غوره وي چې ملنډې پرې وهل شوې دي، او اعتبار هغه څه ته دی چې د الله په وړاندې وي، او نه دې ښځې پر ښځو ملنډې وهي کېدای هغه ښځې چې ملنډې پرې وهل کيږي د الله په وړاندې غوره وي، او د خپلو وروڼو عيبونه مه بيانوئ، هغوی ستاسو په شان دي، نه دې ځينې ستاسې ځينې نور په داسې لقبونو يادوي چې نه يې خوښوي، لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له راتګ مخکې د ځينو انصارو حال و، او له تاسو چې څوک دا کار وکړي هغه بې لارې دی، او له ايمان وروسته دغه د بې لارۍ صفت ډېر بد دی، او څوک چې له دغو ګناهونو توبه ونه باسي، همدوی پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي چې د ګناهونو په ترسره کولو يې د تباهۍ ځايونو ته يې ورښکته کړي دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب التثبت من صحة الأخبار، خاصة التي ينقلها من يُتَّهم بالفسق.