اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، د الله او د هغه د رسول په مخکې په وينا او کړنه مه وړاندې کېږئ، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، بېشکه الله ستاسو د ويناوو اورېدونکی او ستاسو پر کړنو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، او ژر به يې بدله درکړي.
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه څه پيروي مو کړې چې روا کړي يې دي، د هغه له رسول سره په ادب اوسئ، آوازونه مو داسې مه ګرځوئ چې نبي صلی الله عليه وسلم ته د وينا پر مهال د هغه پر آواز پورته شي، او مه په داسې نوم ورغږ کوئ لکه ځينې مو چې ځينې را بولي، بلکې هغه د نبوت او رسالت په نرمه وينا سره رابولئ، له دې وېرې چې د دغه کار له امله ستاسو د عملونو بدله له منځه ولاړه نه شي په داسې حال کې چې تاسې د هغه په له منځه تلو خبر هم نه واست.
پرته له شکه هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې زړونه د خپلې تقوا لپاره ازمويلي دي، او د هغې لپاره يې ځانګړي کړي دي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده چې نه به يې پرې نيسي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لويه بدله ده، هغه دا چې الله به يې جنت ته ننباسي.