پرته له شکه هغه کسان چې بيعت رضوان درسره کوي اې رسوله! د مکې د مشرکانو پر خلاف جګړه کې، هغوی په حقيقت کې له الله سره بيعت کوي، ځکه همغه ذات دی چې د مشرکانو خلاف جګړې امر يې ورته کړی دی او همغه به بدله ورکوي، د بيعت پرمهال د الله لاس د هغوی پرلاسونو د پاسه دی او هغه پرې خبر دی هيڅ هم له هغوی ترې پټ نه دي، چاچې بيعت مات کړ او پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې له الله سره يې د هغه د دين د مرستې تړون کړی و، نو دا الله ته زيان نه شي رسولای او چاچې پر هغه تړون کې د الله د دين پر مرسته وفا وکړه؛ نو هغه به يې لويه بدله ورکړي چې جنت دی.
ای رسوله! ژر دی چې و به وایې له بانډه چیانو هغه خلک چې مکې ته په سفر کې ستا له ملګرتيا څخه الله شاته پرې اېښې دي کله يې چې ته ملامتوې: زموږ د مالونو او زموږ د اولادونو پاملرنې موږ له تا سره له تګه بوخت کړو، نو موږ لره له الله څخه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه، دوی پر خپلو ژبو هغه څه وايي - لکه د نبي صلی الله عليه وسلم له لوري د هغوی لپاره د بښنې غوښتنه- چې په زړونو کې يې نشته، ځکه هغوی له خپلو ګناهونو توبه نه ده اېستلې، هغوی ته ووايه: هيڅوک به تاسو لره د الله پر وړاندې د هيڅ واک ونه لري که چېرې هغه د ښېګڼې اراده درته ولري، او يا پر تاسو د کومې بدې اراده ولري، بلکې الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي که هرڅومره يې تاسو پټوئ.
د مالونو او اولادونو په پاملرنه بوختيا ستاسو لپاره عذر له هغه سره له تګ نه د شاته پاتې کېدلو لامل نه دی، بلکې تاسې ګمان کاوه چې رسول او ملګري به يې ټول تباه شي او په مدينه کې به يې خپلو کورنيو ته را ونه ګرځي او دغه -خبره- شيطان ستاسو لپاره په زړونو کې ښايسته کړې وه، او پر خپل پالونکي مو ډېر بد ګمان وکړ چې هغه به هيڅکله د خپل نبي مرسته ونه کړي او په حقيقت کې همدا تاسې تباه کېدونکي ياست، پر الله د داسې بدګومانۍ کولو او له رسوله یې د سر غړونې له امله.
او چا چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه وي راوړی هغه کافر دی، او پر الله باندې کافرانو لپاره مو د قيامت په ورځ بل شوی اور چمتو کړی چې پکې په عذابيږي به.