ترڅو الله مخکې له دې بريا او روسته تر هغې ستا ګناه درته وبښي، او پر تا خپله پېرزوينه د ستا د دين په مرسته بشپړه کړي، او نېغې لارې ته دې لارښوونه وکړي، چې هيڅ کوږوالی پکې نشته، چې هغه د اسلام نېغه لاره ده.
التفاسير:
3:48
وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟
او الله دې د خپلو دښمنانو پر خلاف داسې برلاسې مرسته وکړي چې هيڅوک يې مخه نه شي نيولای.
الله همغه ذات دی چې ثبات او ډاډ يې د مؤمنانو په زړونو کې وراچولی ترڅو ايمان ته یې ايمان ور زيات کړي، او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي، له بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله د خپلو بندګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کومه مرسته او تاييد چې کوي په هغو کې ښه حکمت والا دی.
ترڅو پر الله او د هغه پر رسول باور کوونکي نارينه او ښځينه داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او له هغوی يې ګناهونه ورژوي، نو پر هغوی يې نه نيسي، او د دغه يادې شوې موخې ترلاسه کېدل چې جنت دی، او د ویرې لرې والی چې هغه پر ګناهونو نيونه ده، د الله پر وړاندې لويه بريا ده چې هیڅ بريا ورته نه رسيږي.
او ترڅو منافقان او منافقانې په عذاب کړي او پر الله شرک کوونکي او شرک کوونکې په عذاب کړي، هغه کسان چې پر الله ګومان کوي چې هغه يې د دين مرسته نه کوي، او خپله کلمه يې نه لوړوي، نو د عذاب دائره پرې چاپېره شوه، او الله پر هغوی د کفر او بد ګومانۍ له امله غضب وکړ، او له خپلې لورېينې يې وشړل، او په آخرت کې يې هغوی لره داسې جهنم چمتو کړی چې ور ننوزي به او تل ترتله به پکې وي، او ډېر بد دی جهنم چې هغوی ورګرځي.
او الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي له بندګانو يې چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت د خپل مخلوق ، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی.
په دې هيله چې تاسو مسلمانان پر الله ايمان راوړئ او پر رسول يې ايمان راوړئ، او د رسول درناوی يې وکړئ او احترام يې وکړئ، او سهار او ماښام د الله پاکي بيان کړئ.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• صلح الحديبية بداية فتح عظيم على الإسلام والمسلمين.
د حديبيې سوله د اسلام او مسلمانانو لپاره د لويې بريا پيل و.
• السكينة أثر من آثار الإيمان تبعث على الطمأنينة والثبات.
آرامتيا د ايمان له اغېزو څخه ده چې په ډاډ او ثبات پسې لېږل کيږي.
• خطر ظن السوء بالله، فإن الله يعامل الناس حسب ظنهم به سبحانه.
پر الله د بد ګومانۍ خطر، ځکه الله پاک له خلکو سره د هغوی د ګومان سره سم چلند کوي.
• وجوب تعظيم وتوقير رسول الله صلى الله عليه وسلم.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د درناوي او احترام واجبوالی.