ای رسوله! له بانډه چيانو چې څوک له تا سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي دي هغوی ته د ازموينې په توګه ووايه: ژر به تاسو د داسې قوم جنګ ته ور وبلل شئ چې په جنګ کې د ځواک څښتنان دي، تاسو به له هغوی سره د الله په لار کې جګړه کوئ، او يا به هغوی په اسلام کې پرته له جنګه داخليږي، که چېرې تاسو په هغه څه کې د الله پيروي وکړئ چې د هغوی جګړې ته ور بلل شوي ياست ښه بدله به يې درکړي چې هغه جنت دی، او که له پيروۍ يې مخ واړوئ لکه چې له هغه سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي واست دردوونکی عذاب به درکړي.
څوک چې د ړوندوالي، ګوډوالي او ناروغۍ له امله معذور وي پر هغو کومه ګناه نشته کله چې د الله په لار کې له جګړې شاته پاتې شي، څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او څوک يې چې له پيروۍ سرغړونه وکړي الله به دردوونکی عذاب ورکړي.
او الله د نورو ولجو ژمنه هم درسره کړې ده چې په دغه وخت کې تاسو پرې نه يی توانېدلي، يوازې الله پر هغو ځواکمن دی، او هغه د الله په پوهه اوتدبير کې دي، او الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی یي نه شي عاجزولای.
او ای مؤمنانو! که چېرې هغه کسان درسره جنګېدلي وای چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، هرومرو به يې ستاسو پر وړاندې د تېښتې او ماتې په حال کې شاوې دراړولې وای، بيا به يې نه کوم دوست موندلی چې چارې يې سمبال کړې وای او نه به يې کوم مرستندوی موندلی چې ستاسو پرخلاف جګړه کې يې مرسته ورسره کړې وای.
د مؤمنانو بريا او د کافرانو ماتې په هر وخت او ځای کې ثابته ده، هغه له دغو درواغ ګڼونکو مخکې په تېرو امتونو کې د الله تګلاره ده او ای رسوله! هېڅکله به د الله تګللارې لره بدلون ونه مومې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إخبار القرآن بمغيبات تحققت فيما بعد - مثل الفتوح الإسلامية - دليل قاطع على أن القرآن الكريم من عند الله.
د پټو خبرو په اړه د قرآن خبر ورکول چې وروسته بيا رامنځته شوې، لکه اسلامي فتوحات، دا قطعي دليل دی چې قرآن کريم د الله له لورې دی.
• تقوم أحكام الشريعة على الرفق واليسر.
د شريعت حکمونه پر نرمۍ او آسانۍ ولاړ دي.
• جزاء أهل بيعة الرضوان منه ما هو معجل، ومنه ما هو مدَّخر لهم في الآخرة.