Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

Numri i faqes:close

external-link copy
10 : 48

اِنَّ الَّذِیْنَ یُبَایِعُوْنَكَ اِنَّمَا یُبَایِعُوْنَ اللّٰهَ ؕ— یَدُ اللّٰهِ فَوْقَ اَیْدِیْهِمْ ۚ— فَمَنْ نَّكَثَ فَاِنَّمَا یَنْكُثُ عَلٰی نَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَوْفٰی بِمَا عٰهَدَ عَلَیْهُ اللّٰهَ فَسَیُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠

پرته له شکه هغه کسان چې بيعت رضوان درسره کوي اې رسوله! د مکې د مشرکانو پر خلاف جګړه کې، هغوی په حقيقت کې له الله سره بيعت کوي، ځکه همغه ذات دی چې د مشرکانو خلاف جګړې امر يې ورته کړی دی او همغه به بدله ورکوي، د بيعت پرمهال د الله لاس د هغوی پرلاسونو د پاسه دی او هغه پرې خبر دی هيڅ هم له هغوی ترې پټ نه دي، چاچې بيعت مات کړ او پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې له الله سره يې د هغه د دين د مرستې تړون کړی و، نو دا الله ته زيان نه شي رسولای او چاچې پر هغه تړون کې د الله د دين پر مرسته وفا وکړه؛ نو هغه به يې لويه بدله ورکړي چې جنت دی.
info
التفاسير:

external-link copy
11 : 48

سَیَقُوْلُ لَكَ الْمُخَلَّفُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ شَغَلَتْنَاۤ اَمْوَالُنَا وَاَهْلُوْنَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ— یَقُوْلُوْنَ بِاَلْسِنَتِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا ؕ— بَلْ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟

ای رسوله! ژر دی چې و به وایې له بانډه چیانو هغه خلک چې مکې ته په سفر کې ستا له ملګرتيا څخه الله شاته پرې اېښې دي کله يې چې ته ملامتوې: زموږ د مالونو او زموږ د اولادونو پاملرنې موږ له تا سره له تګه بوخت کړو، نو موږ لره له الله څخه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه، دوی پر خپلو ژبو هغه څه وايي - لکه د نبي صلی الله عليه وسلم له لوري د هغوی لپاره د بښنې غوښتنه- چې په زړونو کې يې نشته، ځکه هغوی له خپلو ګناهونو توبه نه ده اېستلې، هغوی ته ووايه: هيڅوک به تاسو لره د الله پر وړاندې د هيڅ واک ونه لري که چېرې هغه د ښېګڼې اراده درته ولري، او يا پر تاسو د کومې بدې اراده ولري، بلکې الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي که هرڅومره يې تاسو پټوئ. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 48

بَلْ ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّنْقَلِبَ الرَّسُوْلُ وَالْمُؤْمِنُوْنَ اِلٰۤی اَهْلِیْهِمْ اَبَدًا وَّزُیِّنَ ذٰلِكَ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ ۖۚ— وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُوْرًا ۟

د مالونو او اولادونو په پاملرنه بوختيا ستاسو لپاره عذر له هغه سره له تګ نه د شاته پاتې کېدلو لامل نه دی، بلکې تاسې ګمان کاوه چې رسول او ملګري به يې ټول تباه شي او په مدينه کې به يې خپلو کورنيو ته را ونه ګرځي او دغه -خبره- شيطان ستاسو لپاره په زړونو کې ښايسته کړې وه، او پر خپل پالونکي مو ډېر بد ګمان وکړ چې هغه به هيڅکله د خپل نبي مرسته ونه کړي او په حقيقت کې همدا تاسې تباه کېدونکي ياست، پر الله د داسې بدګومانۍ کولو او له رسوله یې د سر غړونې له امله.
info
التفاسير:

external-link copy
13 : 48

وَمَنْ لَّمْ یُؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ فَاِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَعِیْرًا ۟

او چا چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه وي راوړی هغه کافر دی، او پر الله باندې کافرانو لپاره مو د قيامت په ورځ بل شوی اور چمتو کړی چې پکې په عذابيږي به. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 48

وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې پاچايي ده، له بندګانو يې چې چاته وغواړي ګناهونه يې ورته بښي، نو په خپله پېرزوينه يې جنت ته ننباسي، او چاته وغواړي په عدالت سره عذاب ورکوي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 48

سَیَقُوْلُ الْمُخَلَّفُوْنَ اِذَا انْطَلَقْتُمْ اِلٰی مَغَانِمَ لِتَاْخُذُوْهَا ذَرُوْنَا نَتَّبِعْكُمْ ۚ— یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّبَدِّلُوْا كَلٰمَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّنْ تَتَّبِعُوْنَا كَذٰلِكُمْ قَالَ اللّٰهُ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ بَلْ تَحْسُدُوْنَنَا ؕ— بَلْ كَانُوْا لَا یَفْقَهُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟

ای مؤمنانو کله چې تاسو د خيبر د هغو ولجو خواته ولاړ شئ چې د حديبيې له سولې وروسته الله يې له تاسو سره ژمنه کړې ده ترڅو يې ترلاسه کړئ، هغه کسان چې الله شاته پرې اېښې دي وايي به: موږ هم پرېږدئ له تاسو سره ووځو ترڅو څه تر لاسه کړو، دغه شاته پاتې کړل شوي غواړي ترڅو په دغه غوښتنه د الله هغه ژمنه بدله کړي چې له مؤمنانو سره يې د حديبيې له سولې وروسته کړې ده چې يوازې هغوی ته به د خيبر ولجې ورکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هيڅکله به موږ پسې دغو ولجو ته را نه شئ، پرته له شکه الله له موږ سره ژمنه کړې چې د خيبر ولجې به يوازې د هغه چا لپاره وي چې په حديبيه کې حاضر و، نو ژر به هغوی وايي: په تاسو پسې خيبر ته له درتګ څخه ستاسو له خوا زموږ منع کول د الله په امر سره نه دي بلکې ستاسو له خوا زموږ سره د کينې له امله دي، خو امر داسې نه دی لکه دغو شاته پاتې کړل شويو چې فکر کړی، بلکې هغوی ډېر لږ د الله پر امرونو او نواهيوو پوهيږي، نو ځکه يې په سرغړونه کې اخته شوي دي. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• مكانة بيعة الرضوان عند الله عظيمة، وأهلها من خير الناس على وجه الأرض.
د رضوان بيعت مرتبه د الله په وړاندې ډېره لويه ده، او د رضوان بيعت خلک د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره خلک دي. info

• سوء الظن بالله من أسباب الوقوع في المعصية وقد يوصل إلى الكفر.
پر الله بد ګوماني کول په ګناه کې د واقع کېدو له لاملونو څخه دي او کله کفر ته سړی رسوي. info

• ضعاف الإيمان قليلون عند الفزع، كثيرون عند الطمع.
کمزوري ايمان والا د ستونزې په وخت کې کم وي، د تمې[امید] په وخت کې زيات وي. info