د بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکي کافران وايي: ژوند نه دی مګر يوازې همدغه د دنيا ژوند دی، له دې وروسته ژوند نشته، نسلونه مړه کيږي بېرته نه راګرځي، او نور نسلونه پيداکيږي، او موږ يوازې د شپې او ورځې يو پر بل پسې راتلل وژني، او هغوی لره په بېرته را ژوندي کېدو څخه پر نټه کولو پوهه نشته، هغوی يوازې ګومان کوي، او ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه رسوي.
او کله چې له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکو مشرکانو باندې زموږ څرګند آيتونه لوستل کيږي هغوی لره حجت نه وي چې استدلال پرې وکړي مګر رسول صلی الله عليه وسلم او هغه اصحابو ته د هغوی دا وينا: زموږ هغه پلرونه راته راژوندي کړئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو مو په دعوی کې رېښتيني ياست چې موږ له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندي کېږو.
او يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، نو په آسمانونو او ځمکه کې له هغه پرته په حقه بل څوک ونه لمانځل شي، او کله چې د قيامت هغه ورځ راشي چې الله به مړي پکې د حساب او بدلې لپاره راپاڅوي، نو د باطل والا چې له هغه پرته د نورو عبادت يې کولو، د حق د باطلولو او باطل ثابتولو هڅه يې کوله هغوی به تاوانيان شي.
او ای رسوله! په دغه ورځ به وينې چې هر امت به پر خپلو زنګنو پروت وي د هغه څه انتظار به کوي چې ورسره کيږي، هر امت به د هغوکړنو کتاب ته راغوښتل کيږي چې حفظه پرېښتو ليکلي دي او نن ورځ به ای خلکو تاسوته د هغه څه خير او شر بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کول.
او کله چې درته وويل شي: بېشکه د الله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• اتباع الهوى يهلك صاحبه، ويحجب عنه أسباب التوفيق.