او د شپې ورځې په يو بل پسې راتلو کې، او په هغه باران کې چې الله له آسمانه را اورولی، ځمکه يې په شنه کولو پرې ژوندۍ کړې وروسته تر دې چې هغه مړه وه هيڅ شينګيا پکې نه وه، او له يو لوري او بل لوري د بادونو په راوستلو کې ستاسو لپاره ګټې دي، د هغه قوم لپاره دليلونه دي چې له عقله کار اخلي، چې د الله پر يووالي او د هغه لخوا پر بېرته را ژوندي کولو او پر هر څه د ځواکمنتيا په اړه يې استدلال پرې کوي.
ای رسوله! دغه آيتونه او دليلونه چې موږ يې پر تا په حقه لولو، که چېرې هغوی د الله پر خپل بنده را نازله کړې خبره او حجتونو ايمان نه راوړي، نو له دې وروسته به پر کومه خبره ايمان راوړي او کوم دليلونه به له هغه وروسته ومني؟!
التفاسير:
7:45
وَیْلٌ لِّكُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
د الله له لوري عذاب او تباهي ده هر درواغ جوړوونکي زيات ګناهګار لره.
له مخې به يې د دوزخ اور وي چې په آخرت کې به يې انتظار کوي، د الله په وړاندې به يې له ترلاسه کړيو مالونو هيڅ ګټه ونه شي رسولای او نه به هغه بوتان چې هغوی نيولي له الله پرته يې لمانځي له دوی څه دفع کړای شي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لوی عذاب دی.
دغه کتاب چې موږ پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی د حق لارې ته لارښوونکی دی، او هغه کسان چې د خپل پالونکي لخوا يې د هغه پر رسول نازل کړل شويو آيتونو کفر کړی هغوی لره بد دردوونکی عذاب دی.