چا چې ښه عمل وکړ، نو د خپل نېک عمل پايله يې هغه لره ده، او الله د هغه له عمله مستغني دی، او چا چې خپل عمل بد کړ، نو د بد عمل پايله يې چې عذاب دی پر همغه دی، او الله ته يې بد عمل ضرر نه رسوي، بيا يوازې زموږ لوري ته په آخرت کې راګرځول کېږئ تر څو هر چاته د هغه څه بدله ورکړو چې وړ يې دی.
او له شک پرته موږ بني اسرائيلوته تورات، او د خلکو ترمنځ د تورات له حکم سره سم د پرېکړې حق ورکړی و، او ډېری نبيان مو له هغوی ګرځولي وو چې د ابراهيم عليه السلام له اولاده وو، او ډول ډول پاکيزه شيان مو په روزي ورکړي وو، او د خپلې زمانې پر خلکو مو غوراوی ورکړی و.
بيا مو له خپل لوري ته پر داسې لاره، سنت او کړنلاره وګرځولې چې له تا مخکې مو خپلو رسولانو ته پرې امر کړی وو، چې ايمان او نېک عمل ته بلنه کوې، نو د دغه شريعت پيروي کوه، او د هغو کسانو د هوسونو پيروي مه کوه چې پر حق نه پوهيږي، د هغوی هوسونه له حقه لار ورکوونکي دي.
بېشکه هغه کسان چې په حق نه پوهيږي، هيڅکله به له تا څخه د الله د هيڅ عذاب مخه ونه شي نيولای، که چېرې دې د هغوی د هوسونو پيروي وکړه، او ظالمان له ټولو ملتونو او مذهبونو د يو او بل مرستندويان دي او د مؤمنانو پر خلاف ملاتړي دي، او الله د هغو کسانو مرستندوی دی چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېريږي.
زموږ پر رسول نازل کړل شوی دغه قرآن درسونه دي چې خلک حق له باطله پرې ويني، او د حق لوري ته لارښوونه ده، او د هغه قوم لپاره رحمت دی چې باور لري، ځکه همدوی هغه کسان دي چې نېغې لارې ته لار مومي، ترڅو يې پالونکی ترې راضي شي، نو جنت ته يې ننه باسي او له اوره يې وژغوري.
او الله آسمانونه او زمکه د لوی حکمت له مخې په حقه پيداکړي دي، او هغه يې بې ګټې نه دي پيداکړي، او ترڅو هر چاته د هغه خير او شر بدله ورکړل شي چې تر سره کړي يې دي، او الله پر هغوی د هغوی له نېکيو په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو ظلم نه کوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• العفو والتجاوز عن الظالم إذا لم يُظهر الفساد في الأرض، ويَعْتَدِ على حدود الله؛ خلق فاضل أمر الله به المؤمنين إن غلب على ظنهم العاقبة الحسنة.
له ظالم تېرېدنه او بښنه کله چې په ځمکه کې ورانکاری ښکاره نه کړي او د الله له پولو وا نه وړي، غوره اخلاق دي چې الله مؤمنانو ته پرې امر کړی که چېرې د هغوی غالب ګومان د ښې پايلې وي.
• وجوب اتباع الشرع والبعد عن اتباع أهواء البشر.
د شريعت د پيروۍ واجبوالی او د بشر د هوسونو له پيروۍ لرې والی.
• كما لا يستوي المؤمنون والكافرون في الصفات، فلا يستوون في الجزاء.
لکه څنګه چې مؤمنان او کافران په صفتونو کې نه سره برابريږي نو په جزا کې هم نه سره برابريږي.
• خلق الله السماوات والأرض وفق حكمة بالغة يجهلها الماديون الملحدون.
الله د لوی حکمت سره سم آسمانونه او ځمکه پيداکړل، چې ملحد ماده پرسته نه پرې پوهيږي.