ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
23 : 45

اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَاَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّخَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَقَلْبِهٖ وَجَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً ؕ— فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْ بَعْدِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

ای رسوله! وګوره هغه چاته چې د خپلو هوسونو پيروي يې کړې ده او د معبود غوندې يې ګرځولي دي، چې مخالفت يې نه کوي، الله هغه د پوهې سربېره لارورکی کړی دی، ځکه هغه د لارورکۍ وړ دی، د هغه پر زړه يې مهر لګولی چې د ګټې وړ اورېدل نه شي کولای، او الله يې پر سترګو پرده اچولې چې حق نه شي ليدلای، نو څوک دی چې هغه ته دې د حق توفيق ورکړي وروسته تردې چې الله يې لارورکی کړي؟! آيا د هوس د پيروۍ له ضرره او د الله د شريعت د پيروۍ له ګټې پند نه اخلئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 45

وَقَالُوْا مَا هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا یُهْلِكُنَاۤ اِلَّا الدَّهْرُ ۚ— وَمَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۚ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟

د بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکي کافران وايي: ژوند نه دی مګر يوازې همدغه د دنيا ژوند دی، له دې وروسته ژوند نشته، نسلونه مړه کيږي بېرته نه راګرځي، او نور نسلونه پيداکيږي، او موږ يوازې د شپې او ورځې يو پر بل پسې راتلل وژني، او هغوی لره په بېرته را ژوندي کېدو څخه پر نټه کولو پوهه نشته، هغوی يوازې ګومان کوي، او ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 45

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او کله چې له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکو مشرکانو باندې زموږ څرګند آيتونه لوستل کيږي هغوی لره حجت نه وي چې استدلال پرې وکړي مګر رسول صلی الله عليه وسلم او هغه اصحابو ته د هغوی دا وينا: زموږ هغه پلرونه راته راژوندي کړئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو مو په دعوی کې رېښتيني ياست چې موږ له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندي کېږو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 45

قُلِ اللّٰهُ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یَجْمَعُكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

ای رسوله! هغوی ته ووايه: الله مو ژوندي کوي په پيداکولو سره، بيا مو مړه کوي، بيا مو له مرګ وروسته د حساب او جزا لپاره د قيامت ورځې ته راټولوي، دغه ورځ چې شک پکې نشته هرومرو راتلونکې ده، خو ډېری خلک نه پوهيږي، نو له همدې امله په نېک عمل چمتووالی نه ورته نيسي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 45

وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّخْسَرُ الْمُبْطِلُوْنَ ۟

او يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، نو په آسمانونو او ځمکه کې له هغه پرته په حقه بل څوک ونه لمانځل شي، او کله چې د قيامت هغه ورځ راشي چې الله به مړي پکې د حساب او بدلې لپاره راپاڅوي، نو د باطل والا چې له هغه پرته د نورو عبادت يې کولو، د حق د باطلولو او باطل ثابتولو هڅه يې کوله هغوی به تاوانيان شي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 45

وَتَرٰی كُلَّ اُمَّةٍ جَاثِیَةً ۫ؕ— كُلُّ اُمَّةٍ تُدْعٰۤی اِلٰی كِتٰبِهَا ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او ای رسوله! په دغه ورځ به وينې چې هر امت به پر خپلو زنګنو پروت وي د هغه څه انتظار به کوي چې ورسره کيږي، هر امت به د هغوکړنو کتاب ته راغوښتل کيږي چې حفظه پرېښتو ليکلي دي او نن ورځ به ای خلکو تاسوته د هغه څه خير او شر بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کول. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 45

هٰذَا كِتٰبُنَا یَنْطِقُ عَلَیْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

دغه زموږ کتاب چې زموږ پرېښتو ستاسو عملونه پکې ليکل پرتاسو به په حقه شاهدي وايي، نو ويې لولئ، بېشکه موږ پرېښتو ته امر کولو چې هغه څه وليکي چې تاسو په دنيا کې کول. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 45

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟

نو هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، خپل پالونکی به يې په خپل رحمت سره جنت ته ننباسي، دغه بدله چې الله هغوی ته ورکړه هغه څرګنده بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 45

وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۫— اَفَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنْتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟

او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی د هغوی د چوپ کولو لپاره به ورته وويل شي: آيا زما آيتونه پرتاسو نه لوستل کېدل، چې پر هغو له ايمان راوړلو مو لويي وکړه، او تاسو مجرم قوم واست، چې کفر او ګناهونه مو کول؟!. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 45

وَاِذَا قِیْلَ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّالسَّاعَةُ لَا رَیْبَ فِیْهَا قُلْتُمْ مَّا نَدْرِیْ مَا السَّاعَةُ ۙ— اِنْ نَّظُنُّ اِلَّا ظَنًّا وَّمَا نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِیْنَ ۟

او کله چې درته وويل شي: بېشکه د الله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• اتباع الهوى يهلك صاحبه، ويحجب عنه أسباب التوفيق.
د هوسونو پيروي خپل څښتن تباه کوي، او د توفيق د لارو مخه نيسي. info

• هول يوم القيامة.
د قيامت سخت حالت. info

• الظن لا يغني من الحق شيئًا، خاصةً في مجال الاعتقاد.
ګومان د حق پر وړاندې د هيڅ ګټه نه شي رسولای، په ځانګړي ډول د عقيدې په ډګر کې. info