نو نه و د هغه د قوم جواب پرته لدې خبرې چې؛ د لوط کورنۍ له خپل کلي نه وباسئ، ځکه دوی داسې خلک دي چې کرکه کوي له پلتیو څخه، دا خبره یې د لوط پر کورنۍ د ملنډو وهلو له امله کوله، ځکه هغوی ورسره په هغه ناوړه او پلیتو کارونو کې ګډون نه کاوه چې دوی به کول، بلکه پر دوی به یي بد ویل د هغه بدو کړنو له امله.
ای رسوله! ووايه: الله لره د هغه پر نعمتونو او د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو لپاره د هغه له داسې عذاب څخه په ژغورنه ستاينه ده چې د لوط او صالح عليهما السلام پرقومونو راغلی و، آيا يو الله چې پر حقه د عبادت وړ دی د هر څه واک يې په لاس کې دی هغه غوره دی او که هغه معبودان چې مشرکان يې عبادت کوي چې نه د ګټې واک لري او نه د زيان؟!
آيا چا چې آسمانونه او ځمګه پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکړي، ستاسو لپاره يې له آسمانه د باران اوبه را اورولې دي ای خلکو، پر هغو مو ښکلي او ښايسته باغونه را شنه کړي دي، چې تاسو د دغو باغونو ونې له هغه څخه د خپلې بې وسۍ له امله نه شوای را شنې کولای؛ نو الله هغه ذات دی چې دغه يې را شنه کړي، آيا دالله سره په دې کارونوکې بل شریک شته؟! نه، پس برابروي خالق دمخلوق سره غټ ظالمان دي.
ایا هغه ذات چې د هغه چا دعا قبلوي چې په کار کې تنګي پرې راغلې وي او کار يې سخت شوی وي، له انسان څخه ناروغي، بې وزلي او داسې نور لرې کوي، په ځمکه کې مو ځينې د ځينو له يو کهول وروسته بل کهول ځای ناستي ګرځوي، آيا له الله سره بل کوم معبود داسې کولای شي؟! تاسو ډېر لږ پند او نصيحت قبلوئ.
ایاهغه څوک چې د وچې په تيارو او د درياب په تيارو کې د نښو او ستوريو په درولو لار درته ښيي، څوک دی چې د داسې باران د نېږدې کېدو زيری ورکوونکي بادونه لېږي چې پر بندګانو يې رحمت وي، آيا له الله سره بل معبود شته چې داسې وکړي؟! پاک دی الله او سپېڅلی دی له هغه څه چې له مخلوقاتو يې هغوی ورسره شريکوي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لجوء أهل الباطل للعنف عندما تحاصرهم حجج الحق.
پر اهل باطل چې کله د حق دلايل را چاپېر شي؛ نو بيا تشدد او سختۍ ته مخه کوي.
• رابطة الزوجية دون الإيمان لا تنفع في الآخرة.
له ايمان پرته د زوجيت اړيکه هم په آخرت کې ګټه نه رسوي.