بېشکه هغه کافران چې پر آخرت او په هغو کې د ثواب او عذاب پر شتون باور نه لري، هغوی ته مو يې بد اعمال ښايسته کړي؛ نو د هغو پر ترسره کولو يې دوام کړی؛ او هغوی لالهانده دي حق او سم کار ته لار نشي موندلی.
او بېشکه ای رسوله! تاته دغه پر تا نازل شوی قرآن د داسې ذات لخوا در ښوول کيږي چې په خپل مخلوق، تدبير او شريعت کې حکمت لرونکی دی، ښه پوه دی د خپلو بندګانو له ګټو هيڅ هم ترې پټ نه دي.
در په ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: بېشکه ما يو اور وليدی، د بلېدو له ځایه به يې يا کوم داسې خبر درته راوړم چې لار راته وښيي، او يا به له اور څخه اخېستل شوې سکروټه راوړم چې له يخ څخه پرې تاوده شئ.
کله چې د اور هغه ځای ته ور ورسېدی چې ليدلی يې و؛ نو الله آواز ورته وکړ: چې برکت ورکړل شوی دی هغه چاته چې په اور کې دی او هغه پرېښتې چې تر اور چاپېره دي، د مخلوقاتو پالونکي لره لويي ده او له هغو صفاتو پاک دی چې وړ يې نه دي او لار ورکي يې ورته بيانوي.
او لکڼه دې و غورځوه، موسی حکم ومنلو؛ نو ويې ليدله چې ښوري او خوځيږي لکه يو مار چې وي، له هغې لکڼې په څټ ولاړ او بېرته را و نه ګرځېد، الله ورته وويل: له هغې مه وېرېږه، بېشکه زما پر وړاندې رسولان نه له ماره ډاريږي او نه له بل څه شي څخه.