او هغوی پر دغو څرګندو نښانو کفر وکړ او هغه يې و نه منلې، حال دا چې په زړونو کې يې باور لرلو چې دا د الله له لوري دي، د هغوی د ظلم او له حق څخه د لويۍ له امله ای رسوله! فکر وکړه چې په ځمکه کې د ورانکارو خلکو د کفر او ګناهونو له کبله يې پايله څنګه شوه؟ پرته له شکه هغوی مو تباه کړل او ټول مو له منځه يوړل.
او پرته له شکه داود او د هغه زوی سليمان ته مو پوهه ورکړه، له هغو څخه د الوتونکو د خبرو پوهه، او داؤد او سليمان د الله عزوجل د شکر کوونکو په توګه وويل: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې پر موږ يې پېرزوينه کړې ده چې موږ يې له خپلو ډېری مؤمنو بنده ګانو څخه په پوهه او نبوت ځانګړي کړي يو.
سليمان مو يې په نبوت، پوهه او پاچايۍ کې د خپل پلار داود وارث وګرځاوه، هغه پر خپل ځان او خپل پلار د الله د لورېينې د ښکاره کولو په موخه وويل: ای خلکو! الله موږ ته د الوتونکو د غږونو پوهه راکړې ده او هر هغه څه يې راکړي دي چې نبيانو او پاچايانو ته يې ورکړي دي، پرته له شکه دغه څه چې الله پاک موږ ته راکړي دا يو ښکاره او څرګند غوراوی دی.
همداسې چلول کېدل تر دې چې د مېږيانو ناو ته راغلل چې د شام په سيمه کې و، يو ميږي له مېږيانو وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته مو ننوځئ تر څو مو سليمان او د هغه لښکرې تباه نه کړي، حال دا چې هغوی به پرتاسو پوه هم نه وي، ځکه که هغوی پرتاسو پوه وي؛ تر پښو لاندې مو نه کوي.
کله چې سليمان د مېږي وينا واورېده، د هغه له دغې وينا مسکی په خندا شو او خپل پالونکي ته يې په رابللو وويل: ای زما پالونکيه! ما ته توفيق راکړې او دا مې په زړه کې را واچوې چې ستا د هغه نعمت شکر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو کړی و، او د دې توفيق راکړې چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې راضي شې او په خپله پېرزوينه دې ما د خپلو نېکو بندګانو په ډله کې داخل کړې.