ولې د مومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها تور لګوونکو پر خپل لوی تور څلور شاهدان را نه وستل چې هغې ته د نسبت کړي تور پر صحت يې شاهدي ورکړې وی؛ نو کله هغوی پر دغه تور څلور شاهدان را نه وستل او هيڅکله به يې رانشي وستلی؛ نو هغوی د الله په پرېکړه کې درواغجن دي.
ای مومنانو! که پرتاسو د الله فضل او رحمت نه وی چې تاسو ته په سزا درکولو کې يې بيړه ونه کړه، چاچې له تاسو توبه واېستله د هغه توبه يې قبوله کړه؛ نو هرومرو به د هغو درواغو او د مومنانو پر مور د تورلګولو له امله چې پکې لوېدلي وئ تاسو ته لوی عذاب در رسېدلی وی.
کله چې مو ځينې له ځينو روايت کوي او هغه درواغ سره بطلان يې په خپلو خولو له يو بل څخه نقلوئ، چې تاسو لره پر هغه څه پوهه هم نشته او دا ګومان کوئ چې دا آسانه کار دی، حال دا چې هغه د الله پر وړاندې لوی کار دی ځکه په هغو کې درواغ او پر بېګناه تورلګول دي.
الله تاسو ته در په يادوي او نصيحت درته کوي چې بيا دغه ډول لوی درواغو ته ور ونه ګرځئ او پر بېګناه د زنا تور و نه لګوئ که چېرې تاسو پر الله ايمان لرونکي وئ.
الله تاسو ته داسې آيتونه په ډاګه بيانوي چې د هغه پرحکمونو او نصيحتونو شامل دي، الله ستاسو پر افعالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، ژر به پر هغو تاسو ته بدله درکړي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.
او که چېرې ای په تور کې واقع خلکو! پر تاسو د الله فضل او د هغه لورېينه نه وی، او دا چې بېشکه الله نرمي کوونکی او پر تاسو مهربان دی، هرومرو به يې تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تركيز المنافقين على هدم مراكز الثقة في المجتمع المسلم بإشاعة الاتهامات الباطلة.