اِنَّ الَّذِیْنَ جَآءُوْ بِالْاِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنْكُمْ ؕ— لَا تَحْسَبُوْهُ شَرًّا لَّكُمْ ؕ— بَلْ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْاِثْمِ ۚ— وَالَّذِیْ تَوَلّٰی كِبْرَهٗ مِنْهُمْ لَهٗ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
بېشکه هغه کسان چې تور يې لګولی(چې د مومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها د زنا تور دی) هغه يوه داسې ډله ده ای مومنانو چې تاسو ته يې نسبت کيږي! دا ګومان مه کوئ چې د هغوی تور ستاسو لپاره شر دی بلکې په هغو کې ستاسو لپاره خير دی ځکه په هغو کې ثواب، د مومنانو لپاره ښه پلټنه او د مومنانو د مور برائت دی، هر چا چې پر هغې د زنا په تور کې ګډون کړی هغه لره د کړې ګناه سزا ده پر دغه لوی بهتان د تکلم له امله، چا چې د دغه تور لويه برخه پر غاړه اخېستې پر دې د پيل له امله هغه لره لوی عذاب دی، چې له دې څخه موخه د منافقانو سردار عبدالله بن ابی ابن سلول دی.
التفاسير: