دغو منافقانو ته ووايه ای رسوله!: په ښکاره او پټه کې د الله او د رسول پيروي وکړئ، که چېرې د هغوی له پيروۍ مخ واړوئ چې امر درته پرې شوی؛ نو هغه يوازې پر رسونه مکلف دی، او تاسو پر پيروۍ او پر هغه عمل کولو مکلف ياست چې هغه ورسره راغلی دی، که چېرې د هغه څه په ترسره کولو پيروي وکړئ چې د کولو امر يې درته کړی، او له هغه څه ځانونه وساتئ چې ترې منع شوي ياست، حق ته به لار ومومئ، پر رسول يوازې څرګنده رسونه ده، هغه تاسو په زور پر سمه لار نشي راوستلی او نه مو پرې مجبورولای شي.
له تاسو څخه چې چا پر الله ايمان راوړی او ښې کړنې يې ترسره کړې دي الله له هغوی سره ژمنه کړې چې د دښمنانو پر خلاف به يې مرسته کوي او په ځمکه کې به يې خليفه ګان ګرځوي لکه څنګه يې چې له هغوی مخکې مؤمنان پکې خليفه ګان ګرځولي وو، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې کوم دين يې د هغوی لپاه خوښ کړی هغه دين د اسلام دی هغه به برقراره او قوي وي، او دا ژمنه يې ورسره کړې ده چې وېره به يې په ډاډ وربدلوي، هغوی يوازې ما لمانځي، له ما سره هيڅ نه شريکوي، چا چې له دغو نعمتونو وروسته کفر وکړ همدوی د الله له پيروۍ وتلي دي.
ای رسوله! هيڅکله د هغو خلکو په اړه ګومان مه کوه چې پر الله يې کفر کړی چې هغوی به له ما څخه پاتې شي کله چې زه پر هغوی سزا را نازله کړم، د قيامت په ورځ به يې هستوګنځی دوزخ وي او دوزخ له بد ځايونو بد ځای د هغوی دی.