داسې نارينه دي چې اخیستل او پلورل يې د الله پاک له ياده، په بشپړه توګه له لمانځه اداکولو او وړ خلکو ته له زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی د قيامت له هغې ورځې څخه ډاريږي چې په دغه ورځ به زړونه له سزا د خونديتوب د هيلې او له هغه څخه د وېرې تر منځ اوړي را اوړي، او سترګې به هم هر اړخ ته اوړي را اوړي چې کوم طرف ته به لیږل کیږي.
او يا د هغوی اعمال په ژور درياب کې دهغو تيارو غوندې دي چې پر سر يې څپه وي، د دغې څپې پر سر بله څپه وي، د هغې د پاسه داسې ورېځ وي چې لار ښودونکي ستوري يې پټ کړي وي، د يو او بل د پاسه پرله پسې تيارې وي، څوک چې په دغو تيارو کې نښتی وي هغه چې کله لاس را وباسي، نږدې نه ده چې د سختې تيارې له امله يې وويني، همدارنګه وي کافر، چې پر هغه د ناپوهۍ، شک، حيرانتيا او پر زړه يې د مهر لګېدو له امله پرله پسې تيارې راغلې وي، او چاته چې الله له لارورکۍ لارښوونه او دهغه پر کتاب پوهه ور په برخه نه کړي؛ نو هغه لره هيڅ لارښوونه نشته چې لار پرې پيدا کړای شي او نه کوم کتاب شته چې رڼا ترې واخستی شي.
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې څه چې په آسمانونو کې دي او څه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د الله پاکي بيانوي، هغه لره په هوا کې مرغان غوړېدلي وزرونه پاکي بيانوي، د دغو ټولو مخلوقاتو څخه پر هر يوه الله پوه دی چې څوک يې لمونځ کوي لکه انسان، څوک هغه لره پاکي بيانوي لکه مرغان، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي.