اې خلکو! بیان شوی یو مثال نو تاسې هغه ته غوږ شئ، او د هغه نه عبرت واخلئ، بېشکه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ د بوتانو او نورو نه پغېر له الله تعالی نه هیچیری نشي پیداکولی یو مچ سره د دې نه چې دا څومره وړوکی مخلوق دی، ځکه چې دوی عاجز دي، او که دوی ټول هم راټول شي چې دا پیداکړي نو پیدا به یې نه کړي، او دا خو لا څه کوې که چېرته مچ د دوی نه هغه عطر یا نور څه چې په دوی باندې وي وتختوي نو دوی یې د هغه نه نشي خلاصولی، او دا چې دوی مچ نشي پیداکولی، او څه شي ترې خلاصولی هم نشي؛ نو ښکاره شو د دوی عجز د هغه څه نه چې د دې څخه لوی دی، نو تاسې څرنګه د الله تعالی نه پرته د دوی بندګي کوئ؟ -سره د دې نه چې دوی دومره عاجز دي-! کمزوری دی دا طالب او دا هغه بوت دی چې بندګي ئې کیدلی شي کوم چې د مچ نه څه شي نشي خلاصولی، او کمزوری دی دا مطلوب کوم چې مچ دی.
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، په خپلو لمنځونو کې يوازې الله لره رکوع او سجده کوئ او له صدقې، خپلوۍ پالنې او داسې نورو څخه ښېګڼه کوئ په دې هيله چې موخې ته به رسېږئ او له هغه څه به ژغورل کېږئ چې وېره ترې لرئ.