Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

Numri i faqes:close

external-link copy
73 : 22

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَنْ یَّخْلُقُوْا ذُبَابًا وَّلَوِ اجْتَمَعُوْا لَهٗ ؕ— وَاِنْ یَّسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْـًٔا لَّا یَسْتَنْقِذُوْهُ مِنْهُ ؕ— ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوْبُ ۟

اې خلکو! بیان شوی یو مثال نو تاسې هغه ته غوږ شئ، او د هغه نه عبرت واخلئ، بېشکه هغه چې تاسې یې بندګي کوئ د بوتانو او نورو نه پغېر له الله تعالی نه هیچیری نشي پیداکولی یو مچ سره د دې نه چې دا څومره وړوکی مخلوق دی، ځکه چې دوی عاجز دي، او که دوی ټول هم راټول شي چې دا پیداکړي نو پیدا به یې نه کړي، او دا خو لا څه کوې که چېرته مچ د دوی نه هغه عطر یا نور څه چې په دوی باندې وي وتختوي نو دوی یې د هغه نه نشي خلاصولی، او دا چې دوی مچ نشي پیداکولی، او څه شي ترې خلاصولی هم نشي؛ نو ښکاره شو د دوی عجز د هغه څه نه چې د دې څخه لوی دی، نو تاسې څرنګه د الله تعالی نه پرته د دوی بندګي کوئ؟ -سره د دې نه چې دوی دومره عاجز دي-! کمزوری دی دا طالب او دا هغه بوت دی چې بندګي ئې کیدلی شي کوم چې د مچ نه څه شي نشي خلاصولی، او کمزوری دی دا مطلوب کوم چې مچ دی. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 22

مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟

هغه مهال چې دوی د الله تعالی سره د ځینو مخلوقاتو عبادت وکړ نو دوی الله تعالی په هغه لوی والی سره ندی منلی کوم لوی والی چې د هغه حق دی، بېشکه الله تعالی زورور دی، او د هغه د قوت او زور څخه دادي چې پیداکړي ئې دي آسمانونه او زمکه او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، زورور دی هیڅوک پرې نشي غالب کېدلی؛ د مشرکېنو بوتانو پر خلاف، ځکه هغه کمزوري دي هیڅ شی هم نشي پیداکولی. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 22

اَللّٰهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا وَّمِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟ۚ

الله پاک غوره کوي د ملاېکو نه استازي، او غوره کوي د خلکو نه هم استازي، نو بعضې ملاېکې پېغمبرانو ته رالېږي لکه جبریل -علیه السلام- ئې رالیږلی ئې وو پېغمبرانو ته چې انسانانو ته لیږل شوي و، او رالېږلي یي دي استازي د انسانانو نه خلکو ته، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی هغه څه لره چې مشرکان یې د هغه په پېغمبرانو او ستازو پسې وایي، پوهه دی په هغه چا چې خپلې پېغمبرۍ لپاره یې غوره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 22

یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟

پوهېږي الله پاک په هغه حال باندې چې د هغه استازي پرې دي د ملاېکو او خلکو نه مخکې د هغوی د پیداېښت او وروسته د مرګ د هغوی نه، او خاص یواځې الله تعالی ته ورګرځېدل د ټولو کارونو دي د قیامت په ورځ، کله چې خپل بندګان به راژوندي کړي نو هغوی لره به بدلې ورکړي په هغو عملونو چې دوی وړاندی کړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 22

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ارْكَعُوْا وَاسْجُدُوْا وَاعْبُدُوْا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، په خپلو لمنځونو کې يوازې الله لره رکوع او سجده کوئ او له صدقې، خپلوۍ پالنې او داسې نورو څخه ښېګڼه کوئ په دې هيله چې موخې ته به رسېږئ او له هغه څه به ژغورل کېږئ چې وېره ترې لرئ.
info
التفاسير:

external-link copy
78 : 22

وَجَاهِدُوْا فِی اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهٖ ؕ— هُوَ اجْتَبٰىكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَیْكُمْ فِی الدِّیْنِ مِنْ حَرَجٍ ؕ— مِلَّةَ اَبِیْكُمْ اِبْرٰهِیْمَ ؕ— هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِیْنَ ۙ۬— مِنْ قَبْلُ وَفِیْ هٰذَا لِیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ شَهِیْدًا عَلَیْكُمْ وَتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ ۖۚ— فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاعْتَصِمُوْا بِاللّٰهِ ؕ— هُوَ مَوْلٰىكُمْ ۚ— فَنِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟۠

او جهاد کوئ په لاره د الله تعالی کې خاص د هغه د رضا لپاره، هغه تاسې غوره کړي یاست او ستاسې دین یې آسان ګرځولی چې هیڅ تنګستیا او سختي پکې نشته، دا د نرمۍ دین ستاسې د پلار ابراهیم -علیه السلام- دین دی، او بېشکه الله تعالی نومولوي یاستئ تاسې مسلمانان په پخوانیو کتابونو کې او په قرآن کرېم کې هم؛ لپاره د دې چې شي پېغمبر ګواهي ورکوونکی په تاسې چې بېشکه تاسې ته یې دررسولی و هغه دین چې هغه ته یې په رسولو امر شوی و، او د دې لپاره چې شئ تاسې ګواهي ورکوونکي په پخوانیو امتونو باندې چې د هغوی پېغمبرانو هغوی ته د الله تعالی دین رسولی و، نو تاسې په دې باندې د الله تعالی شکر ادا کړئ په ادا کولو د لمانځه په پوره توګه سره، او ورکړئ تاسې زکات د مالونو ستاسې، او الله تعالی ته وروګرځئ، او په خپلو کارونو کې په هغه باندې بروسه وکړئ، نو هغه پاک ذات ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي د مومنانو نه، او ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ترې وغواړي، نو د هغه سره دوستي وکړئ هغه به ستاسې سره دوستي وکړي، او د هغه نه مدد وغواړئ نو مدد به مو وکړي. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• أهمية ضرب الأمثال لتوضيح المعاني، وهي طريقة تربوية جليلة.
د مثالونو د بیانولو اهمیت د معناګانو د وضاحت لپاره، او دا ډیره غوره تربوي طرېقه ده. info

• عجز الأصنام عن خلق الأدنى دليل على عجزها عن خلق غيره.
د بوتانو ناکامي او عجز د پیداېښت د ورکوټي شي نه دا دلیل دی په عجز د دوی د پېداېښت د نور څه نه. info

• الإشراك بالله سببه عدم تعظيم الله.
په الله تعالی باندې د شرک کولو سبب؛ الله تعالی په لویۍ سره نه منل دي. info

• إثبات صفتي القوة والعزة لله، وأهمية أن يستحضر المؤمن معاني هذه الصفات.
الله تعالی لره د قوت او عزت صفتونو ثبوت، او اهمیت د دې خبرې چې مومن باېد د دې صفتونو معناګانې د ځان سره حاضرې وګڼې. info