او ځېني له کافرانو څخه هغه دي چې جکړه کوي د الله تعالی دتوحېد باره کې، پرته له څه داسې پوهې نه چې دوی پرې حق ته ورسېږي، او پغیر د تابعدارۍ د یو لارښود نه چې دوی ته دا توحېد وروښايي، او نه کتاب رڼا کوونکی چې دوی ته د الله تعالی له طرفه راغلی وي نو دوی هغه ته ورسوي.
او ځېني له خلکو هغه دي چې ګډوډ وي په شک باندې د الله تعالی بندګي کوي، نو که ورسېږي دوی ته څه خیر د صحت او مالدارۍ نه نو په خپل اېمان او بندګۍ پاتي شي، او که ورسېږي دوی ته څه ازمېښت په مرض او یا ولږې سره نو په خپل دین باندې بد فالي نېسي نو د هغه نه بېرته وګرځي، تاواني شوه دنیا د ده، نو نه زیاتوي ده لره کفر د دې څه نصېب او برخه د دنیا نه کوم چې دې لره په تقدير کې نه وي لېکل شوي، او اخرت یې هم تاواني کړ د هغه عذاب په وجه چې دا به ورسره مخامخ کېږي، بېشکه دا دی تاوان ښکاره.
بندګي کوي پغېر د الله تعالی نه د داسې بوتانو چې که څوک یې نافرماني وکړي ضرر ورته نشي رسولی، او که تابعداري یې وکړي فاېده ورته نشي رسولی، دا رابلل او بندګي کول د داسې بوتانو چې نه چا ته ضرر رسولی شي او نه چا ته فاېده رسولی شي همدا ګمراهي ده ډېره لرې د حق نه.
هر هغه څوک چې ګومان کوي چې یقېنا الله تعالی به د خپل پېغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- مدد ونه کړي په دنیا او اخرت کې نو بس دا دې د خپل کور چت ته یوه رسۍ اوږده کړي، بیا دې پرې ځان زندۍ (غرغره) کړي چې د د نیا د ځمکې نه ختم شي، بیا دې وګوري چې ایا دا کار بوځي د دې هغه غوصه چې په دې کې وه، نو خامخا الله تعالی د خپل پېغمبر مدد کوونکی دی، که دا عنادي حسدګر وغواړي او که ویې نه غواړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أسباب الهداية إما علم يوصل به إلى الحق، أو هادٍ يدلهم إليه، أو كتاب يوثق به يهديهم إليه.
د هدایت اسباب یا خو داسې علم دی چې د دې په وجه حق ته ورسېږي، او یا یو ښودونکی وي چې حق ورته وښایي، او یا یو کتاب چې دی پرې اعتماد وکړي او هدایت ته یې ورسوي.
• الكبر خُلُق يمنع من التوفيق للحق.
تکبر او لویي داسې یو صفت دی چې حق ته د رسېدلو نه انسان بندوي.
• من عدل الله أنه لا يعاقب إلا على ذنب.
د الله تعالی د عدل او انصاف څخه دا دي چې هغه سزا نه ورکوي مګر په ګناه باندې.
• الله ناصرٌ نبيَّه ودينه ولو كره الكافرون.
الله تعالی د خپل پېغمبر او خپل دین مدد کوونکی دی اګر که کافران دا کار بدګڼي.