ای انسانه ته نه پوهېږې! چې الله آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي، بې ځايه يې نه دي پيداکړي، ای خلکو! که ستاسو له منځه تلل او ستاسو پر ځای بل داسې مخلوق راوستل وغواړي چې د هغه عبادت وکړي او پيروي يې وکړي، هرومرو به مو له منځه يوسي او بل مخلوق به راوړي چې عبادت يې وکړي او پيروي يې وکړي، دغه کار هغه ته آسانه دی.
التفاسير:
20:14
وَّمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
ستاسو تباهي او له تاسو پرته د بل مخلوق راوستل هغه پاک ذات لره بې وسه کوونکي نه دي، هغه پر هرڅه ځواکمن دی هيڅ شی يې نشي بې وسه کولای.
په خلاف د ظالمانو د ورګرځېدو د ځای، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته به ننه اېستل شي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، د خپل پالونکي په اجازه او ځواک به تل په هغو کې اوسېدونکي وي، ځينې به پر ځينو سلام کوي، پرېښتې به پرې سلام کوي او پالونکی به يې په سلام هرکلی ورته کوي.