وَقَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللّٰهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُّكُمْ فَاَخْلَفْتُكُمْ ؕ— وَمَا كَانَ لِیَ عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ— فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَلُوْمُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ ؕ— اِنِّیْ كَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَكْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
کله چې جنتيان جنت ته ننوځي او دوزخيان دوزخ ته، ابليس به ووايي: بېشکه الله په حق ستاسو سره ژمنه وکړه، خپله ژمنه يې پوره کړه، ما په باطل ژمنه درسره وکړه، خپله ژمنه مې پوره نکړه، مالره کوم ځواک نه و چې په دنيا کې مو تاسو پر کفر او لارورکۍ اړ کړي وای، خو تاسو مې کفر ته راوبللئ، ګناهونه مې درته ښايسته کړل؛ نو تاسو په بيړه زما پيروي وکړه، تاسو ته په حاصله شوې لارورکۍ ما مه ملامتوئ، خپل ځانونه مو ملامت کړئ، هغه زيات د ملامتيا وړ دي، له تاسو د سزا په لرې کولو کې زه ستاسو مرستندوی نه يم او نه تاسو له ما څخه د هغه په لرې کولو کې زما مرستندويان ياست، بېشکه ما نټه کړې ستاسو لخوا له الله سره په عبادت کې زما په شريک ګرځولو، بېشکه په دنيا کې له الله سره پر شرک ظالمان او پر هغه کفر، هغوی لره دردوونکې سزا ده چې د قيامت په ورځ يې انتظار کوي.
التفاسير: