وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ جَمِیْعًا فَقَالَ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— قَالُوْا لَوْ هَدٰىنَا اللّٰهُ لَهَدَیْنٰكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَجَزِعْنَاۤ اَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَّحِیْصٍ ۟۠
کله چې د ژمنې په ورځ د الله لوري ته خلک له خپلو قبرونو را ووځي، کمزوري پيروان به سردارانو مشرانو ته ووايي: ای سردارانو! بېشکه موږ ستاسو پيروان وو، ستاسو د امر پيروي مو کوله او ستاسو په نهيې منع کېدلو، آيا تاسو زموږ څخه د الله له سزا څه دفع کوونکي ياست؟ سرداران مشران به ووايي: که الله موږ ته د سمې لارې توفيق راکړی وای هرومرو به مو تاسوته ښودلې وای؛ نو موږ ټول به د الله له سزا ژغورل شوي وای، خو موږ لارورکي شوو؛ نو تاسو مو لارورکي کړئ، پرموږ او تاسو برابره ده چې د سزا له زغملو کمزوري شو يا صبر وکړو، موږ لره له سزا څخه تېښته نشته.
التفاسير: