او ټول هغه څه يې درکړل چې غوښتي مو وو او هغه څه چې غوښتي مو نه وو، که چېرې د الله نعمتونه وشمېرئ د هغو پر شمېر به ونه توانېږئ، د زياتوالي او بېلابېلوالي له امله يې، کوم چې يې تاسوته يادکړل، دا يې څو نمونې دي، بېشکه انسان پر ځان زيات ظلم کوونکی، د الله -چې هغه لره پاکي ده او لوړ دی - له نعمتونو زيات نټه کوونکی دی.
ای زموږ پالونکيه! بېشکه ته په هر هغه څه پوهېږې چې موږ يې پټوو او هر هغه څه چې ښکاره کوو يې، له الله هيڅ شی نه په ځمکه کې او نه په آسمان کې پټ دي، بلکې پرې پوهيږي؛ نو له هغه زموږ اړتيا او زموږ بېوزلي نده پټه.
شکر او ستاينه الله پاک لره دي هغه ذات چې زما دعا يې ماته د نېکانو په راکړه قبوله کړه، ماته يې زما په لوی عمر کې له هاجرې اسماعيل او له سارا اسحاق راکړل، بېشکه پالونکی مې د هغه چا د دعا اورېدونکی دی چې له هغه دعا وغواړي.
او دا ګومان هيڅکله مه کوه ای رسوله! چې الله د ظالمانو سزا وروسته کوي بې خبره دی له هغه څه چې ظالمانو کوم درواغ ګڼل، د الله له لارې را ګرځول او داسې نور کارونه کوي، بلکې هغه پر دغه پوه دی، له هغه هيڅ شی پټ نه دي، خو د هغوی سزا وروسته کوي د قيامت ورځې ته دا هغه ورځ ده چې سترګې به پکې د هغه سخت امر د وېرې له امله پورته خيژی چې ويني يې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيان فضيلة مكة التي دعا لها نبي الله إبراهيم عليه الصلاة والسلام.
د هغې مکې د غوراوي بيان چې د الله نبي ابراهيم عليه السلام دعا ورته کړې ده.
• أن الإنسان مهما ارتفع شأنه في مراتب الطاعة والعبودية ينبغي له أن يخاف على نفسه وذريته من جليل الشرك ودقيقه.
دا چې د پيروۍ او بندګۍ په مرتبو کې د انسان شان هرڅومره لوړ شي د هغه لپاره په کار دي چې پر خپل ځان او خپل اولاد د لوی شرک او پټ شرک څخه وډار شي.
• دعاء إبراهيم عليه الصلاة والسلام يدل على أن العبد مهما ارتفع شأنه يظل مفتقرًا إلى الله تعالى ومحتاجًا إليه.
د ابراهيم عليه السلام دعا دلالت کوي پردې چې د بنده شان هرڅومره لوړ شي بيا هم الله تعالی ته اړ او هغه ته محتاج دی.
• من أساليب التربية: الدعاء للأبناء بالصلاح وحسن المعتقد والتوفيق في إقامة شعائر الدين.
د روزنې له لارو څخه: اولادونو ته د سمون، ښې عقيدې او د دين د شعائرو پر ځای کولوکې د توفيق دعا کول دي.