Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

Số trang:close

external-link copy
203 : 2

وَاذْكُرُوا اللّٰهَ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْدُوْدٰتٍ ؕ— فَمَنْ تَعَجَّلَ فِیْ یَوْمَیْنِ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ۚ— وَمَنْ تَاَخَّرَ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ۙ— لِمَنِ اتَّقٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او الله جل جلاله په شمارلو ورځو کې یاد کړئ نو که چا په دوه ورځو کې بیړه وکړه کومه ګناه پرې نشته، او که څوک وروسته ورځې ته پاتې شو هم ګناه پرې نشته خو دا د هغه چا لپاره چې له الله څخه ډاریږي له الله وډار شئ او پوه شئ چې هغه ته به ورټول کړای شئ. info
التفاسير:

external-link copy
204 : 2

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّعْجِبُكَ قَوْلُهٗ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیُشْهِدُ اللّٰهَ عَلٰی مَا فِیْ قَلْبِهٖ ۙ— وَهُوَ اَلَدُّ الْخِصَامِ ۟

ځینې خلک لا هغه دي چې د دنیوي ژوند خبرې یې تا خوښوي او همیش الله پاک په هغه څه شاهد نیسي چې په زړه کې یې دي خو هغه خورا بد جګړه مار وي. info
التفاسير:

external-link copy
205 : 2

وَاِذَا تَوَلّٰی سَعٰی فِی الْاَرْضِ لِیُفْسِدَ فِیْهَا وَیُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْفَسَادَ ۟

او کله چې ستا له مخې ولاړ یا واکمن شي نو ټوله هڅه یې همدا وي چې په ځمکه کې فساد جوړ، کښتونه او نسلونه تباه کړي او الله پاک فساد نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
206 : 2

وَاِذَا قِیْلَ لَهُ اتَّقِ اللّٰهَ اَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْاِثْمِ فَحَسْبُهٗ جَهَنَّمُ ؕ— وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

او کله چې ورته وویل شو چې: له الله وډار شه! نو غرور او تکبر نور هم په ګناه ور ټینګ کړ نو جهنم یې بس دی هغه خورا بد استوګنځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
207 : 2

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْرِیْ نَفْسَهُ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ ۟

او ځینې کسان لا داسې دي چې : د الله جل جلاله د خوښې د ترلاسه کولو لپاره خپل ځان پلوري او الله په بنده ګانو ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
208 : 2

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ادْخُلُوْا فِی السِّلْمِ كَآفَّةً ۪— وَلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟

ای مؤمنانو! په اسلام کې په بشپړ ډول ورننوځئ، او د شیطان پر پلونو مه ځئ، بې شکه چې شیطان ستاسې ښکاره دښمن دی. info
التفاسير:

external-link copy
209 : 2

فَاِنْ زَلَلْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ الْبَیِّنٰتُ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

نو که بیا هم سره له دې چې تاسې ته روښانه دلیلونه راغلي دي وښوئیدلئ نو پوه شئ چې الله زوره ور او حکیم دی. info
التفاسير:

external-link copy
210 : 2

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیَهُمُ اللّٰهُ فِیْ ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَقُضِیَ الْاَمْرُ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠

ایا دوی پرته له دې د بل څه انتظار کوي؟ چې الله ورته د وریځو په سیورو کې راشي او ملایکې هم او د کار پریکړه وشي او خاص الله ته ټول کارونه ورګرځول کیږي. info
التفاسير: