Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

Số trang:close

external-link copy
17 : 2

مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِی اسْتَوْقَدَ نَارًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَضَآءَتْ مَا حَوْلَهٗ ذَهَبَ اللّٰهُ بِنُوْرِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِیْ ظُلُمٰتٍ لَّا یُبْصِرُوْنَ ۟

ددی منافقانو مثال هغه چا ته ورته دی چې: اور یې بل کړی وي، چې چاپیریال یې ورته روښانه کړي، الله پاک ترې رڼا واخلي او په داسې تیارو او تروږمیو کښې یې پریږدي چې هیڅ ورته نه ښکاري. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 2

صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْیٌ فَهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟ۙ

دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي نو ځکه بیرته نه راستنیږي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 2

اَوْ كَصَیِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِیْهِ ظُلُمٰتٌ وَّرَعْدٌ وَّبَرْقٌ ۚ— یَجْعَلُوْنَ اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ؕ— وَاللّٰهُ مُحِیْطٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟

یا یې مثال د هغه چا په شان وګڼئ چې د تورو تیارو، درزهار او پړکار په مینځ کې اسمانې زورور باران راګیر کړي وي. له ډاره په غوږونو کې ګوتې ننه باسي چې تندري اوازونه یې مرګ ته ونه لیږدوي او کافران له هر لورې د الله پاک په ولکه کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 2

یَكَادُ الْبَرْقُ یَخْطَفُ اَبْصَارَهُمْ ؕ— كُلَّمَاۤ اَضَآءَ لَهُمْ مَّشَوْا فِیْهِ ۙۗ— وَاِذَاۤ اَظْلَمَ عَلَیْهِمْ قَامُوْا ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠

ژر ده چې بریښنا یې په خورا چټکۍ سره د سترګو نظر والوزوي ـ کله هم چې بریښنا ورته رڼا وکړي، نو قدمونه پکې اخلي او چې تیاره پرې خپره کړي نو هک پک ولاړوي. که چیرې د الله پاک خوښه شوی وای چې کاڼه او ړانده یې کړي نو داوریدو او لیدو توان به یې پوخ ترې اخیستی وای، باوري خبره همدا ده چې الله پاک د هر څه توان لري. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 2

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوْا رَبَّكُمُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟ۙ

ای خلکو! د هغه رب ستاینه او عبادت وکړئ چې تاسې او له تاسې څخه وړاندې ټول خلک یې پیدا کړي دي، ستاسې د خلاصون هیله یوازې په همدې ډول کیداې شي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 2

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ فِرَاشًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً ۪— وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— فَلَا تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا وَّاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

هغه ذات چې ستاسې لپاره یې ځمکه وغوړوله، اسمان یې چت جوړ او له بره څخه یې اوبه راښکته کړې. په اوبو سره یې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول میوې راوښکلې، نو باید تاسې هم له الله پاک سره نور څیزونه برخه من ونه ګرځوئ. او تاسې ښه پوهیږئ( چې هیڅ شی له الله سره برابر نه دي). info
التفاسير:

external-link copy
23 : 2

وَاِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ ۪— وَادْعُوْا شُهَدَآءَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او که چیري تاسې په هغه قران کې چې مونږ په خپل بنده( محمد صلی الله علیه وسلم) نازل کړی شک من یاست؟ نو هغه ته ورته یو سورت جوړ کړئ ـ که تاسې رښتیني یاست نو پرته له الله چې څومره ملاتړي لرئ ټول راوغواړئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 2

فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا وَلَنْ تَفْعَلُوْا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْ وَقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖۚ— اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟

نو که دا مو په توان نه وه او باور لرم چې هیڅکله به یې توان ترلاسه نه کړئ نو له هغه اور څخه ځانونه وژغورئ چې خلک او ډبرې به یې سونګ وي چې د کافرانو لپاره تیار شوی دی. info
التفاسير: