แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - อบูซะกะรียา

หมายเลข​หน้า​:close

external-link copy
50 : 17

قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًا ۟ۙ

17-50 ته (ورته) ووایه: تاسو كاڼي شئ، یا اوسپنه info
التفاسير:

external-link copy
51 : 17

اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا ؕ— قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ— فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ ؕ— قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا ۟

17-51 یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په زړونو (او ذهنونو) كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي info
التفاسير:

external-link copy
52 : 17

یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَتَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠

17-52 په هغې ورځ كې چې هغه (الله) به تاسو راوبلي، نو تاسو به (د هغه بلل) قبول كړئ، په داسې حال كې چې د هغه ثنا به وایئ، او ګمان به كوئ چې تاسو (په دې حالت كې) نه یئ پاتې شوي مګر لږ شانې info
التفاسير:

external-link copy
53 : 17

وَقُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟

17-53 او ته زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبره دې وايي چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه شیطان د دوى په مینځ كې دښمني اچوي، بېشكه شیطان د انسان لپاره له شروع نه ښكاره دښمن دى info
التفاسير:

external-link copy
54 : 17

رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟

17-54 ستاسو رب پر تاسو ښه پوه دى، كه هغه وغواړي (نو) پر تاسو به رحم وكړي او كه هغه وغواړي (نو) تاسو ته به عذاب دركړي او ته مونږ په دوى باندې ذمه وار نه يې لېږلى info
التفاسير:

external-link copy
55 : 17

وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟

17-55 او ستاسو رب ښه عالم دى پر هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و info
التفاسير:

external-link copy
56 : 17

قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِیْلًا ۟

17-56 ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو info
التفاسير:

external-link copy
57 : 17

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَیَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَیَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ ؕ— اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا ۟

17-57 دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې (په كار ده چې) وېره ترې وكړى شي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 17

وَاِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟

17-58 او نشته هېڅ یو (كفر او سركښي كوونكى) كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلا كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي info
التفاسير: