แปล​ความหมาย​อัลกุรอาน​ - คำแปลภาษาปาทาน - อบูซะกะรียา

اسراء

external-link copy
1 : 17

سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

17-1 هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
2 : 17

وَاٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًا ۟ؕ

17-2 او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو له ما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ info
التفاسير:

external-link copy
3 : 17

ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا ۟

17-3 اى د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و info
التفاسير:

external-link copy
4 : 17

وَقَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟

17-4 او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې دا قطعي خبردارى وركړى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 17

فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا ۟

17-5 نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې ډېر سخت جنګي خلق وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده چې پوره كولى شوه info
التفاسير:

external-link copy
6 : 17

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَاَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَجَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا ۟

17-6 بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ (او افرادو) په لحاظ بېخي زیات كړئ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 17

اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ ۫— وَاِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا ؕ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَلِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّلِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا ۟

17-7 كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مُسلط كړل)، د دې لپاره چې (په وهلو وهلو) ستاسو مخونه وران ويجاړه كړي او د دې لپاره چې (اقصا) جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، هلاكول info
التفاسير: